د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېلو کې د امنیت ټینګښت او د پي ټي اېم بندي غړو خوشې کولو لپاره لاریون شوی


د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر اوومه هم د امنیت ټینګښت احتجاجي ناسته کړې وه.
د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر اوومه هم د امنیت ټینګښت احتجاجي ناسته کړې وه.

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو (ځونيخېلو) کې د سیمې ځوانانو د یوه احتجاجي لاریون له لارې له حکومته په سیمه کې د امنیت ټینګښت او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بندي غړو او مشرانو خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د جولای پر اوومه د احتجاجي لاریون ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، له انتظامیې غواړي چې د امنیت لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

د جانیخېلو یوه مدني فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي لطیف وزیري وویل چې د هغې سیمې اوسېدونکي ناامنیو اندېښمن کړي دي.

وزیري همداراز وویل چې د غورځنګ دوه مخکښ فعالان له کلونو راهیسې بندیان دي چې باید خوشې شي. "د نورو غوښتنو ترڅنګ موږ غواړو چې حنیف پښتین او له علي وزیر سره روان ناروا سلوک دې نور بند شي. پر حنیف پښتین له تېرو درو کلونو راهیسې جرم ثابت نه شو."

ده وویل، په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی او د غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر هم له تېر یو نیم کال راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي دي او په دوو مقدمو کې یې ضمانت شوی دی خو بیا هم نه خوشې کېږي.

پر وزیر په څلورو مقدمو کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي. د هغه وکيل قادر خان وايي، وزیر د پاکستان له ايين سره سم، د بيان ازادۍ له حقه په ګټې اخیستو، د پښتنو د حقونو خبره کړې او څوک یې نه دې پارولي. په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جولای پر اوومه په یوه مقدمه کې د وزیر د ضمانت درخواست په اړه د فیصلې اورول وځنډول او و یې ویل چې په دې اړه بله اورېدنه د جولای پر ۱۴مه کوي.

پر حنیف پښتین هم په ۲۰۱۹ز کال کې په بنو کې د ریاست ضد د بغاوت او خلکو پارونې په تورونو مقدمه درج شوې وه او نوموړی له هغه وخت راهیسې زنداني دی.

د جانیخېلو اوسېدونکو او فعالانو تر دې مخکې هم د امنیت لپاره یوشمېر احتجاجي مظاهرې او ناستې کړې دي. د هغې سیمې مشرانو د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په یوه جرګه کې له انتظامیې څخه د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه.

د جانیخېلو اوسېدونکو سږ کال په مارچ کې هم یوه مظاهره کړې وه او له انتظامیې څخه یې غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو تر وژنې وروسته دې کړې موافقه عملي کړي. د هغو هلکانو تر مړو موندل کېدو وروسته د سیمې خلکو پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته ورساوه.

خو انتظامي او د پولیسو چارواکي وايي، د سیمې امنیت ته ژمن دي. د بنو انتظامي مشر زبیر احمد نیازي په اپرېل کې تر جرګې وروسته مشال راډيو ته ویلي ول چې په سيمه کې یې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د وسله والو پرضد يې هلو ځلو ته هم دوام ورکړی دی. له دې پرته، چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د سیمې د پرمختګ لپاره یې د دوه اربه روپیو پروژې اعلان کړې دي چې پر یوشمېر هغو یې کار روان دی.

XS
SM
MD
LG