د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانيخېلو پرلت په ۲۸مه ورځ د حکومت سره په لوظنامه ختم شو

د جانيخېلو احتجاج تر ختمېدو مخکې
د جانيخېلو احتجاج تر ختمېدو مخکې

له ۲۸ ورځو راهیسې روان، د بنو جانيخېلو احتجاج حکومتي جرګې سره د يوې لوظنامې تر کولو وورسته ختم شو.

د جون په ۲۷مه د جانيخېلو مشرانو پرلتوالو ته وويل چې له حکومته يې د وعدو د عملي کولو ضمانت اخیستی دی. د دوی يو مشر نور محمد وويل چې د اتمانزو وزیر يوه جرګه به په دې لړ کې د ضامن په توګه د څارنې کار کوي نو ځکه دا ځل د حکومت له خوا د ژمنو د نه عملي کولو ګنجایش کم دی.

هغه پر پرلتوالو غږ وکړ چې ایا دا لوظنامه ورته منظوره ده نو هغوی یې په ځواب کې وويل چې مشرانو یې پرېکړه کړې نو ورته قبوله ده.

د حکومت له خوا په جرګه کې ډپټي کمشنر کيپټن ريټايرډ زبېراحمد نيازي او د خيبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر ملک شاه محمود وزیر شامل وو. دوی په بنو کې د جون پر ۲۷مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د مظاهره چيانو ټولې غوښتنې مني چې په دې ډول دي.‌

منل شوې غوښتنې

  • د امن لپاره د ټولو وسله والو پر ضد يو شان کاروايي
  • وژل شوو کسانو ته مالي معاوضه
  • د پرلتوالو شوی تاوان به حکومت پوره کوي
  • د ملک نصیب خان وژونکي به نيول کېږي او سزا به ویني
  • د جانيخېلو ټول نيول شوي کسان به خوشې کېږي
  • د مارچ د میاشتې لوظنامه به هم عملي‌کېږي

د دې معاهدې د عملي‌کولو د څارنې کار يو اوه کسیزې جرګې ته سپارل شوی دی. تر دې لوظنامې وروسته د جانیخېلو خلکو د ملک نصیب خان د مړي ښخولو چاره پيل کړه. نوموړی د مې په ۳۰مه د ناڅرګنده وسله والو له خوا په نښه شوی وو. پوليسو ويلي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي خو د جانيخېلو پرلتوالو پرې باور نه درلود نو ځکه یې د مې له يو دیرشمې څخه احتجاج پيل کړ.

حکومت د دوی د قانع کولو لپاره يوه جرګه ورولېږله خو کله چې مذاکراتو نتيجه ورنه کړه نو د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته لاريون پيل کړ. خو پولیسو یې مخه ونيوله او ډزې یې پرې وکړي. له دې امله يو احتجاج کوونکی ووژل شو او ګڼ نور ونيول شول.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    عمر وزیر

    عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG