د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره په بنو کې احتجاج وکړ


په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوال
په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوال

پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې ده او له عدالتونه یې غوښتنه کړې چې په دې لړ کې دې انصاف وکړي.

د پي ټي اېم پلویانو د مارچ په ۱۵مه د بنو ښار کې لاریون وکړ او بیا یې د پریس کلب مخې ته پرلت وواهه. د دې غورځنګ مشر، منظور پښتین راټولو شوو خلکو ته وويل چې د هغوی د ملګرو خلاف مقدمې بې بنیاده دي. هغه وویل: ((ځینو ته ویل شوی چې که دا خبره په لیکلي بڼه وکړئ چې د منظور پشتین ملګرتیا پرېږدي نو پر ضد به یې مقدمې ختمې کړل شي. د عدالتونو قاضیان پکار ده چې د حق پر بنیاد پرېکړې وکړي.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې حنیف پشتین، علي وزیر، اویس ابدال او نور نیول شوي ملګري یې باید زر تر زره خوشې کړل شي. دا کسان له يو کال څخه زیاته موده کيږي چې د ریاست په خلاف د خلکو د پارولو او بغاوت په تور نيول شوي دي. خو د هغوی وکيلان دا ردوي.په پښتون قامي جرګه بنو کې هم د دغو کسانو د راخوشې کولو غوښتنه شوې وه.

په دې اړه د حکومت تازه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې د واکمن ګوند تحریک انصاف ځینو چارواکو رسنیو ته ویلي چې عدالتونه ازاد دي او چې څه پرېکړه یې وکړه نو هغوی به یې هرکلی کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ له ۱۳مې څخه د مارچ تر اتمې پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته هم د علي وزیر او د غورځنګ د نورو زنداني غړو د خوشې کېدو لپاره پرلت وهلی وو.

د سيند حکومت او د پي ټی اېم ترمينځ تر څو ورځو مذاکراتو وروسته دواړه لوري د مارچ پر شپږمه شپې ناوخته موافقې ته ورسېدل. تر هغې یوه ورځ وروسته، د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب او د انرژۍ چارو وزیر امتیاز شیخ وویل چې له پي ټې اېم سره یې د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په لارښوونه مذاکرات وکړل او ژمنه کوي چې موافقه به بشپړه عملي کوي.

د پي ټي اېم مشر، منظور پښتين د مارچ پر اتمه شپې مهال پرلتوالو ته په وينا کې اعلان وکړ چې د سيند حکومت او پي ټي اېم ترمينځ موافقه لاسليک شوې چې ورسره سم یې صوبايي حکومت ته د علي وزیر د خوشې کولو او د غورځنګ د نورو غوښتنو پوره کولو لپاره یوه میاشت وخت ورکړی دی. "زموږ د ټولو غوښتنو په اړه زموږ وکيلانو له سيند حکومت سره خبرې وکړې. هغه ټول تقريباً دوی له موږ سره ومنل، خو په دې کې شرط دا وو چې د لوظنامې شقونه به نه ښکاره کېږي چې بيا څوک [ګوته] راته ونه نيسي."

پښتين زياته کړه چې له موافقې سره سم به په سيند کې د پي ټي اېم د غړو پرضد مقدمې نه درجېږي، پولیس به دوی په پخوانیو مقدمو کې هم نه نیسي او پر کورونو به يې چاپې نه وهي. نوموړي زياته کړه چې که د يوې مياشتې پرمهال تړون عملي نه شو نو نوې پرېکړې به کوي.

XS
SM
MD
LG