د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانيخیلو مشران وايي حکومت دې د تېر کال لوظنامه عملي کړي


د جانیخیلو اوسېدونکي د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو د مړو موندل کېدو وروسته د پرلت پر مهال، انځور له ارشیفه
د جانیخیلو اوسېدونکي د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو د مړو موندل کېدو وروسته د پرلت پر مهال، انځور له ارشیفه

د مارچ پر ۲۱مه د بنو ضلعې د جانیخېلو سیمې د هغه پېښې یو کال پوره شو چې د څلورو هلکانو مړي موندل شوي ول.

د بنو د جانیخېلو سیمې د څلورو هلکانو مړي د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۲۱مه د ۲۰ ورځو تر لادرکۍ وروسته وموندل شول. دغه څلور ملګري په ښکار پسې وتلي ول.

د دغو هلکانو د تلین په مناسبت د روان کال (۲۰۲۲ز) د مارچ پر ۲۱مه په بنو کې یوه احتجاجي غونډه وشوه چې ورته د سیمې مشرانو او ځوانانو ويناوې وکړې. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې له دوی سره پر شوي تړون دې عمل وشي.

تر څو مو غوښتنې نه وي منل شوي، مړي خاورو ته نه سپارو: جانيخېل پرلتوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:50 0:00

د سیمې یو ځایي مشر حاجي بلقیاز، چې د جانیخېلو د تېر کال په احتجاج او له حکومت سره په مذاکراتو کې یې برخه اخېستې وه، نن (د مارچ پر ۲۲مه) مشال راډیو ته وویل چې لا هم د دوی پر غوښتنو عملي کار نه دی شوی.

زموږ او حکومت ترمينځ ډېرې خبرې پاتې دي. زموږ بندي کسان لا هم نه دې خوشې شوي، پر مظاهره کونکیو اېف ای ار شته. دغه لا نه دی ختم شوی. د سیمې امن لږ ښه شوی خو موږ ترې مطمین نه یو
حاجي بلقیاز

"زموږ او د حکومت ترمينځ د جرګو لړۍ اوس بنده شوې ده. ځینو خلکو د دغو جرګو مخالفت کاوه. زموږ او د حکومت ترمينځ ډېرې خبرې پاتې دي. زموږ بندي کسان لا هم نه دې خوشې شوي، پر مظاهره کوونکو اېف ای ار شته. دغه لا نه دی ختم شوی. د سیمې امن لږ ښه شوی، خو موږ ترې مطمین نه یو. "

د دغو وژل شویو هلکانو کورنۍ وایي چې د جانيخېلو د اینديخېل کلي څلور ملګري په ښکار پسې وتلي ول، او دوو پکې خپل سپي هم له ځان سره بیولي ول. په دغو کې عاطف الله او نظام الله ګاونډیان هم ول.

تېر کال چې کله د دغو هلکانو مړي وموندل شول نو له هغې وروسته اته ورځې د جانیخېلو اوسېدونکو او مشرانو احتجاجي پرلت پیل کړ او اته ورځې وروسته یعني د مارچ پر ۲۹مه یې د هغو هلکانو مړي خاورو ته وسپارل.

د یو وژل شوي ماشوم نظام الله یو رشته دار ظاهر خان د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت اغېزمنو کورنیو ته مالي معاوضې ورکړي خو له دوی سره پر شوي تړون لا هم ډېرې خبرې پاتې دي.

"حکومت د دغو څلورو هلکانو کورنیو ته د ۲۵ لکو روپو د مالي معاوضې لوظ کړی وو، هغه یې ورکړي دي خو زموږ لويې غوښتنې لا پاتې دي، د سیمې لادرکه کړل شويو کسانو کې څه خوشې شوي خو ډېر یې لا هم لادرکه دي. په معاهده کې پر ډېرو خبرو کار لا پاتې دی. "

د سیمې مشران وایي د جانیخېلو د پېښې په اړه لا هم معلومات نه دي شوي چې هغه څلور ملګري چا او څنګه وژلي ول.

د جانیخېلو امن تړون

د جانیخېلو او حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۲۸مه په شوي تړون کې ځینې مهمې خبرې لاندې دي.

  • په سیمه کې د امنیت پرځای کول
  • په سیمه کې یوشمېر پرمختیايي کارونه کول
  • د وژل شویو ځوانانو لپاره عدالتي پلټنې
  • پر احتجاج کوونکو جوړې شوې مقدمې او اېف ای ارونه ختمول
  • جبري ورک کسان خوشې کول
  • که پر کوم تن څه جرم وي، هغه عدالت ته وړاندې کول
  • په سیمه کې د هدفي بریدونو مخنیوی کول

د سیمې یو قبایلي مشر ډاکټر ګل عالم وزير، چې روانه اوونۍ یې د جانیخیلو د پېښې د یو کال پوره کېدو په غونډه کې ګډون هم کړی وو، مشال راډیو ته وویل چې تېر کال له حکومت سره د شوي تړون دوې میاشتې وروسته د ملک نصیب خان د وژنې پېښه وشوه او تر هغه وروسته دوی ۲۸ ورځې احتجاج وکړ چې حکومت ورسره یوه بله لوظنامه وکړه. خو د نوموړي په وينا د دغه تړون پر ډېرو برخو لا هم عملي کار پاتې دی

" یو کال پوره شو، زموږ مهمې غوښتنې پر خپل ځای دي. که هغه د لادرکو کسانو مسله ده او که د سیمې د امنیت. موږ اوس یوه کمېټۍ جوړه کړه چې له حکومت سره به په دې اړه خبرې کوي چې له دوی سره کړې ژمنې پوره کړي، ګنې موږ به تر وړوکي اختر وروسته بیا احتجاج کوو. هغه وخت حکومت موږ ته ویلي وو چې په دریو میاشتو کې به د ټولو لادرکو کسانو معلومات درکوو، ځینې خوشې شول خو د ډېرو پته نه لګي. موږ پرون هم په هغه ځای کې بیا راټول شو چيرته چې مو تېر کال احتجاج کړی وو او هغه چوک ته مو شهيدانو چوک جانیخېل نوم ورکړ."

بلخوا د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنو د صوبایي اسمبلۍ غړي شاه محمد وزیر د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت پر خپل تړون ولاړ دی او هڅه یې ده چې له جانیخېلو سره د شوي تړون ټولې برخې عملي کړي.

د سرکاري پرمختیایي منصوبو خپل طریقه کار وي دغه وخت اخلي. هڅه مو ده چې د جانیخېلو ټولې جایزې غوښتنې سر ته ورسوو
شاه محمد وزیر

"د سرکاري پرمختیایي منصوبو خپل طریقه کار وي دغه وخت اخلي،تېر کال ما د صوبې د اعلی وزیر نه د سیمې د پرمختيایي پېکېج غوښتنه وکړه ځکه چې دا سیمه ډېره وروسته پاتې ده. هغه وخت وزیراعلا د بنو لپاره د دوو اربو روپو پرمختیایي پېکېج او د شکتویي ډېم لپاره د دوه اربو روپو منظوري ورکړه. په دې اړه کار او خبرې روانې دي هڅه مو ده چې د جانیخېلو ټولې جایزې غوښتنې سر ته ورسوو."

خو بلخوا د جانیخیلو مشران وایي، که غوښتنې یې ونه منل شوې نو تر راتلونکي وړوکي اختر وروسته به یو ځل بیا په جانیخېلو کې احتجاج پيلوي.

XS
SM
MD
LG