د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانيخېلو او حکومت تړون: تر اوسه پر کومو خبرو عمل شوی؟


د جانيخېلو احتجاج تر ختمېدو مخکې. انځور- ارشیف
د جانيخېلو احتجاج تر ختمېدو مخکې. انځور- ارشیف

د خېبر پښتونخوا حکومت د بنو جانیخېلو او د دغه ضلعې د نورو سیمو لپاره د دوو اربو روپو د ترقیاتي پېکېج او د شکتوی ډېم د جوړولو لپاره د نورو دوو اربو روپو منظوري ورکړې ده.

د جولای پر اتمه د بنو د جانیخېلو له مشرانو سره په یوه ناسته کې د صوبې وزیراعلا محمود خان ویلي چې د جانیخېلو پرمختګ او دغلته د ولس مسلو ته به پوره پام ورکوي.

په دغه ناسته کې د صوبې د ټرانسپورټ وزیر او د جانیخلېو د احتجاجي پرلت له مشرانو سره د حکومتي جرګې مشر شاه محمد خان وزیر هم موجود و. نوموړي د جولای پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، وزیر اعلا ورسره ډېرې خبرې منلې دي:

"دوه اربه روپۍ د جانیخېلو په ګډون د بنو پرمختیايي فنډ دي او دوه اربه روپۍ د شکتوی ډېم د جوړولو لپاره مختص کړل شوې دي. دا ټولې څلور اربه روپۍ دي. دا چونکې زما حلقه ده او ډېره وروسته پاتې ده نو هڅه به مو وي چې د ولس د پرمختګ کارونه پکې وکړو."

حکومت وایي، شکتوی ډېم به له جانیخېلو سره نږدې د بنو په یوه غرییزه سیمه کې جوړېږي.

شاه محمد خان وویل، د جانیخېلو له جرګې سره د سیمې ګرېنډ وزیر جرګه هم د جولای نهمې په ناسته کې موجوده وه. په دغه جرګه کې د وزیرستان د ټولو قبیلو مشران شامل دي.

د جانیخېلو د امن تړون مهمې برخې څه دي؟

  • په سیمه کې امن پرځای کول.
  • د لادرکو ټولو کسانو خوشې کول یا عدالتونو ته وړاندې کول.
  • د ملک نصیب خان وژونکي نیول او هغو ته سزا ورکول.
  • په مارچ میاشت کې د جانیخېلو د څلورو هلکانو او په جون میاشت کې د یو ځوان د وژنې پوره پلټنې او د ککړو تنانو ګرفتارول.
  • د جانیخېلو د احتجاج کوونکو پرضد اېف ای ار ختمول.
  • د وژل شوو تنانو کورنیو ته مالي تاوان ورکول.
  • او د مارچ میاشتې معاهدې عملي کول.

دا تر هغې وروسته ده چې د جون پر ۲۷مه د جانیخېلو د احتجاجي پرلت مشرانو او د حکومتي جرګې ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې او دوی پر یوې معاهدې راضي شول او خپل احتجاج یې ختم کړ.

د بنو جانيخېلو د خپل یو مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف یوه ورځ وروسته د مې پر ۳۱مې احتجاج پیل کړ او ۲۸ ورځې یې د ملک نصیب خان مړی هم خاورو ته د احتجاج په توګه نه سپاره.

د دغه احتجاجي پرلت مشر ډاکټر ګل عالم د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، حکومت ترې اوس درې اوونۍ مهلت غوښتی او ممکنه ده تر راروان لوی اختره پورې دوی ته د عملي کارونو پوره مالومات ورکړل شي:

"موږ ورته ویلي چې د مارچ میاشتې تړون به عملي کوئ، په دغه تړون کې په سیمه کې امن پر ځای کول، د هدفي بریدونو مخه نیول، د لادرکو کسانو خوشې کول او د وژل شویو تنانو کورنیو سره مالي مرستې شاملې دي. اوس حکومت موږ له درې اوونۍ وخت راکړی دی، موږ به تر راروان لوی اختره پورې انتظار کوو، او د حکومت عملي کار ته به ګورو."

د جانیخېلو دریځ

د بنو د جانیخېلو یو اوسېدونکی زریات خان چې په دغه احتجاج کې یې برخه اخېستې وه، د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وایي، خلک په تمه دي چې حکومت به د مارچ میاشت کې د څلورو وژل شوو هلکانو او د جون میاشت کې د پولیسو په ډزو کې د جانیخېلو د یو ځوان د وژنې پوره پلټنې وکړي او ککړ کسان به ګرفتاروي.

د جون پر ۲۳مه چې کله دغه احتجاج کوونکي د اسلام اباد پر لور روان شول نو د دوی لاریون هغه وخت په تاوتریخوالي وواښت چې پولیسو یې له بنو سره نږدې پر ټوچي پل د تلو مخه ونیوله او پر دغه وخت د پولیسو په ډزو کې یو تن ووژل شو او ځینې نور ژوبل شول.

د جانیخېلو د جون میاشتې د احتجاج یو منتظم لطیف وزیر مشال راډیو ته وایي، دا وار له حکومت سره پر شوې معاهدې ځکه باوري دي چې د دوی ځایي مشران په ټول عمل کې شامل دي:

"موږ دا وار ځکه تر هغې خپل احتجاج نه ختمولو چې حکومت راسره نه یوازې ټولې غوښتنې ومني بلکې د امن پر ځای کول باوري کړي. په دې مذاکراتو کې اوس د احمدزیو او اتمانزیو وزیرو جرګه هم شامله ده، دا ټول زموږ ځایي مشران دي، دوی باوري دي چې دا وار به حکومت د سیمې امن او پرمختګ لپاره عملي کارونه وکړي او هم دا د دې تړون وجه ده."

لطیف وزیر دا هم وایي چې که حکومت له خپلو خبرو په شا کېږي نو هغوی یو ځل بیا احتجاج ته تیار دي.

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی و. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي د احتجاج په توګه ایښودل شوي ول، خو وروسته ورسره حکومت یو تړون وکړ.

حکومتي دریځ

بلخوا د ټرانسپورټ صوبایي وزیر شاه محمد خان مشال راډیو ته وویل، د جانیخېلو په ګډون به له بنو څخه تر ۵۰۰ پورې ځوانان په اېف سي ځواک کې برتي کولای شي او دا هم د جانیخېلو له مشرانو سره د شوي تړون یوه برخه ده:

"جانیخېل او د بنو ځینې نورې سیمې ډېرې وروسته پاتې دي، دلته ډېرې محرومیانې دي، بېروزګاري ډېره ده او ځوانانو ته روزګار ورکول د حکومت ذمه واري ده، نو ځکه وزیراعلا د جانیخېلو، بکاخېلو او مامندخېلو د ۵۰۰ ځوانانو په اېف سي ځواک کې د برتۍ منظوري ورکړه."

شاه محمد خان دا هم وویل چې هغوی به له ځایي مشرانو سره په دې اړه خبرې کوي او د جانیخېلو او د بنو د ولس د ضرورت مطابق به په سیمه کې پرمختیایي کارونه پیلوي او د دغې لپاره په راروانو څو ورځو کې منصوبه بندي کوي.

XS
SM
MD
LG