د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزير د ضمانت په اړه د پرېکړې اورول بيا وځنډول


علي وزير (انځور له ارشيفه)
علي وزير (انځور له ارشيفه)

د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مخکښ او په پارليمان کې د جنوبي وزيرستان استازي، علي وزیر په مقدمه کې يو ځل بيا پرېکړه محفوظه کړل شوه.‌

د جولای په اوومه نېټه په کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير په يوه مقدمه کې فېصله اوروله خو قاضيانو د پرېکړې اورول د جولای ۱۴مې ته واړول. د علي وزير وکيل، قادر خان د جولای په اوومه مشال راډيو ته وويل چې عدالت ويل چې اوس به دا پرېکړه له اختر وروسته اورول کېږي. د هغه په وينا د پرېکړې د نه اورولو لپاره کوم واضحه دليل نه دی ورکړل شوی.

دا لومړی ځل نه دی چېد علي وزير د مقدمو اورېدنه ځنډيږي یا یې په اړه پرېکړه محفوظه اعلانيږي. د جون په څلورمه د پولیسو لخوا د رپورټ نه وړاندې کېدو له کبله عدالت د علي وزير د دوه مقدمو اورېدنې ځنډولې وي. په هغه ورځ د نوموړي وکيل، قادر خان مشال راډيو ته ويلي وو: "په دوه عدالتونو کې د علي وزير د ضمانت درخواستونه وو. د پولیس رپورټ نه وو موجود نو‌ ځکه اورېدنې وځنډیدلې."

قادر خان وویل چې پر علي وزیر په پاتې دې دوو مقدمو کې پر یوې دوې میاشتې او پر بله یوه میاشت اورېدنه نده شوې.

پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځينو نورو مشرانو په ۲۰۱۹ کال کې په سهراب ګوټ تاڼه کې د پاکستاني رياست پر ضد د خلکو د پارونې او امنيتي ځواکونو د بدنامولو مقدمه درج شوې وه. د هغه وکيل دا بې بنياده بولي او وايي علي وزیر د پاکستان د ايين له مخې د بيان ازادۍ له حقه په ګټه اخیستو د پښتنو د حقونو خبره کړې او څوک یې نه دې پارولي.

سره له دې چې د علي‌وزير په هېڅ‌مقدمه کې عدالت کومه پرېکړه نه ده اورولې خو بيا هم له يو نيم کال راهیسې په زندان کې دی. پښتون ژغورنې غورځنګ د هغه د خوشې کولو لپاره څو ځل مظاهرې کړې او د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت هم وهلی وو. په سيند کې د واکمن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ويلي وو چې د علي وزير خلاصول د دوی په واک کې نه دي.

XS
SM
MD
LG