د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: حنيف پشتون او نديم عسکر یې جېل ته یووړل


حنيف پشتون او نديم عسکر
حنيف پشتون او نديم عسکر

حنیف پښتون او ندیم عسکر د فبرورۍ پر ۱۰مه په بنو کې د محمد ابراهیم ارمان لوڼي وژنې ضد احتجاج کړې وو چې وروسته بیا پولیسو یې پر ضد مقدمه جوړه کړه. د پښتون او عسکر وکیل شعېب سدوزی وايي چې د هغوی تر ګرفتارۍ مخکې ضمانت شوی وو چې په سېشنبه عدالت رد کړ او پولیسو ته یې وسپارل.

د سدوزي په خبره، عدالت نن د فېبرورۍ په ۶مه نېته د هغوی د مقدمې اورېدنه وکړه او د بنو زندان ته یې واستول. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، مبارزه یې سوله ییزه او د پاکستان له ایین سره سمه ده.

د پي ټي اېم نيول شویو غړیو وکيل شعیب سدوزی وايي، د ۲۰۱۹م کال په لسمه فېبرورۍ پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د ارمان لوڼي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه او بيا د بنو په هووېد تاڼه کې د پي ټي اېم د درېوو غړیو حنيف پشتون، نديم عسکر او وکيل بخت نياز پرضد مقدمه درج شوې وه.

د پي ټي اېم په وینا د غورځنګ مخکښ مشر او استاد ارمان لوڼی په دوهمه فېبرورۍ د بلوچستان په لورالايي کې د پولیس په تشدد وژل شوی وو، خو پولیس دغه تور ردوي.

د ارمان لوڼي د وژنې پرضد د پاکستان په غټو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

پي ټي اېم وايي د ارمان د وژنې مقدمه تراوسه نه ده درج کړل شوې او پوليس یې نه درجوي. د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو کمېټۍ هم نن سېشنبه په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار دې درج کړل شي. خو د بلوچستان حکومتي چارواکي بيا وايي د طبي رپوټ (پوسټ مارټم) د بشپړ رپوټ مخې ته راتلو پورې مقدمه نه شي درجولی ځکه چې د دوی په وینا د ارمان لوڼي د وژنې اصل علت به له طبي رپوټه جوتېږي.

عالمزېب مسید دې پرېښودل شي: اېمنسټي انټرنیشنل

XS
SM
MD
LG