د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند هایکورټ په یوه مقدمه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړ


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

سیند هايي کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر او په پارليمان کې د جنوبي وزیرستان استازي، علي وزير په يو کيس کې نن (د مې ۱۱مه) ضمانت منظور کړ.


د علي وزیر وکيل قادر خان ایډوکیټ د مې په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه دشاه لطیف ټاون پوليسو درج کړې وه او پر علي وزیر تور وو چې د ریاست په خلاف يې خبرې کړې دي. د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۵مه د ترهګرۍ ضد عدالت په همدې مقدمه کې د علي وزير ضمانت رد کړی وو.

د علي وزير د يو بل ورته کيس اورېدنه سبا ( د مې ۱۲مه) په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت کې کيږي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د مې په ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې د علي وزیر د خوشې کولو لپاره به د سيند صوبې حکمران ګوند، پيپلز پارټۍ د چارواکو سره خبرې کوي.

د علي وزیر د خوشې کولو لپاره پي ټي اېم وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي: ارشیف انځور
د علي وزیر د خوشې کولو لپاره پي ټي اېم وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي: ارشیف انځور


پشتين زیاته کړه چې له زندانه دعلي وزیر د پريښودلو لپاره د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې یې د کړي پرلت په وخت ورته د سيند حکومت ځينې ژمنې کړې وي چې بايد پوره یې کړي. هغه زیاته کړه چې د چارواکو سره د مذاکراتو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو غړو د خوشې کولو لپاره د فشار ساتلو په پار به د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د جون په پينځمه يوه جلسه هم کوي.

نوموړی وايي:

"زموږ د پيپلز پارټۍ او د دوی د نورو غړو سره مذاکرات وشول. دوی وعده وکړه چې تر اختر وروسته به د پيپلز پارټۍ او سيند حکومت یوه ډله زموږ سره کښېني او په کومه طریقه چې مسايل حل کيدلی شي، حلوي به یې."

په ځینو نورو کیسونو کې هم عدالت د علي وزیر ضمانت منظور کړی دی: انځور له ارشیفه
په ځینو نورو کیسونو کې هم عدالت د علي وزیر ضمانت منظور کړی دی: انځور له ارشیفه


د پيپلز ګوند يو وياند، فیصل کريم کُنډي د مې په ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې د علي وزیر سره د انصاف ملاتړ کوي خو د هغه د خلاصون فیصله په عدالت پورې اړه لري ځکه چې هلته یې مقدمه روانه ده.

علي وزیر د پاکستاني ریاست په خلاف د تقریرونو په کولو سره د خلکو د پارونې په تور د ۲۰۲۰ کال د ډېسېمبر له میاشتې راهیسې په جېل کې دی. د نوموړي وکيلان دا تور بې بنياده بولي.

XS
SM
MD
LG