د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د وزیرستان ځوانانو سازمان غړو وژنې ضد لاریون کړی


پي ټي اېم د وزیرستان ځوانانو سازمان غړو وژنې ضد لاریون کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو، غړو او پلویانو په شمالي وزيرستان کې په هدفي بريد کې د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد او د قامي اسمبلي غړي علي وزیر خوشې کولو لپاره احتجاجي لاریون کړی دی. د جون پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د لاریون پر مهال د غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډیو ته وویل، د خپلو غوښتنو لپاره "سوله ییزو" مظاهرو ته دوام ورکوي. د احتجاج ګډونوالو د ترهګرۍ او هدفي بريدونو پرضد شعارونه ورکول. د پي ټي اېم مشرانو په خپلو ويناګانو کې وويل چې په قبایلي ضلعو کې هغه کسان په نښه کېږي چې د "امن" لپاره غږ پورته کوي.  د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل. تر اوسه چا د هغوی د وژنې ذمه واري نه ده منلې خو پولیس وايي، د "نامعلومه کسانو" پر ضد یې مقدمه درج کړې ده او ټینګار کوي چې په برید کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته سپاري. په شمالي وزیرستان کې د روان ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي. انتظامیه وايي، په هغه ضلع کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي. بلخوا علي وزير له تېر يونيم کال راهيسې د کراچۍ په زندان کې دی. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پوليسو نيولی وو  او د هغه پرضد يې په کراچۍ کې د ریاست پرضد د ويناګانو او د خلکو په تور څلور مقدمې جوړې کړې دي. وزیر تورونه ردوي او وايي، هلې ځلې یې له قانون او ایین سره سمې دي. د پاکستان سپريم کورټ او سيند های کورټ په دوو مقدمو کې علي وزير ته ضمانت ورکړی خو په دوو نورو مقدمو کې لا هم د هغه د ضمانت پر خواست پرېکړه نه ده شوې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG