د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر پېښور کې ګرفتار


د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر
د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر

پښتون ژغورنه غورځنګ وايي، د غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر یې په پېښور کې پولیسو نیولی دی.

د پېښور د شرقي تاڼې محرر شاهد خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل چې وزیر یې د سیند پولیسو په غوښتنه نیولی دی.

د ده په وینا، د سیند پولیسو پر وزیر په کراچۍ کې تر جلسې وروسته مقدمه دایره کړې وه.

په کراچۍ کې پښتون ژغورنه غورځنګ د ډېسېمبر پر شپږمه یوه لویه غونډه کړې وه چې ورته د علي وزیر، منظور پښتین او محسن داوړ په ګډون د غورځنګ ګڼو مخورو ویناوې کړې وې.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپل ټوېټر کښلي چې په پیښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نیونه "د دولت د جبري پالیسیو تسلسل دی."

نوموړی کاږي چې د دې پر خپله خاوره د یوه مهذبه ژوند لپاره خپله مبارزه دوام لری او د علي وزیر د نیولو خلاف به تحریک خپله تګلاره اعلانوی.

د غورځنګ یوه بل مخکښ محسن داوړ پر خپل ټوېټر کښلي، علي وزیر په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د خونړي برید شپږم تلین لمانځلو ته ورغلی وو چې د ستنېدو پر مهال نیول شوی دی.

نوموړی لیکي چې دی د علي وزیر ګرفتاري غندي او پي ټي اېم یې پروړاندې مناسب غبرګون ښيي.

محسن داوړ لیکي خواشینوونکې دا ده چې علي وزیر یې د اې پي اېس ناورین پر لمانځلو نیولی دی خو پلو طالبانو ته په اسلام اباد کې سرې قالینې (غالۍ) غوړول شوې دي. ده ریاست ته په اشاره سره ویلي چې ستا خواشیني چېرته ده؟ ولې دومره شرموونکې چوپتیا ده.

علي وزير: د مشرانو نيول کېدل مو مبارزه نه کمزوري کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:04 0:00

XS
SM
MD
LG