د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېل پرلت: خلک څه غواړي؟ حکومت څه کوي؟


د جانيخيلو مظاهرچيانو دا وخت په بکا خېلو کې د بنو ـ میرامشاه پر لویه لاره پرلت وهلی دی.
د جانيخيلو مظاهرچيانو دا وخت په بکا خېلو کې د بنو ـ میرامشاه پر لویه لاره پرلت وهلی دی.

د بنو د جانيخېلو پرلت والو احتجاج پر ۲۷مه ورځ هم دوام لري. دوی د خپل یو مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف د مې له ۳۱مې راهیسې احتجاج کوي چې دا وخت يې په بکا خېلو کې د بنو ـ میرامشاه پر لویه لاره پرلت وهلی دی.

پرلتوال د جون پر ۲۳مه د اسلام اباد په لور روان شوي وو خو له بنو سره نېږدې په ټوچي پل سیمه کې پولیسو مخکې تګ ته پرېنښودل. پر دغه مهال د پولیسو او پرلتوالو تر منځ په نښتو کې یو احتجاج کوونکی ووژل شو او یو شمېر نور ژوبل شول. د پولیسو په وینا د دوی ۱۰ اهلکار هم زخمیان شول.

خلک وايي، که حکومت یې شرطونه ونه مني کورونو ته نه ستنېږي.
خلک وايي، که حکومت یې شرطونه ونه مني کورونو ته نه ستنېږي.

ملک نصیب خان د مې پر ۳۰مه وسله والو وژلی و. پرلتوالو له هغه وخته راهیسې د دغه مشر مړی له ځان سره اېښی او له ښخولو یې انکار کوي. دوی له حکومته غواړي چې په مارچ مياشت کې په شوې هغې معاهدې باندې دې عمل وکړي چې د سیمې د امن لپاره یې ورسره کړې وه. په مارچ کې هم د سیمې اوسېدونکو د څلورو ځوانانو د وژنې خلاف پرلت وهلی و.

مور مې هره شېبه پوښتنه کوي چې څه فیصله وشوه؟ کور کې مو ډېره پرېشاني ده.
د ملک نصیب خان زوی رفیع الله

د پرلتوالو او حکومتي جرګې تر منځ د مذاکراتو پينځه پړاوونه سر ته رسېدلي دي چې پکې د یوې کمیټۍ پر جوړولو هم سلا شوې ده خو احتجاج کوونکو د پرلت د ختمولو پرېکړه تر اوسه نه ده کړې. حکومت په بیا بیا وايي چې د پرلتوالو غوښتنې پوره کوي خو هر څه په یوه ورځ کې نه کېږي.


جانیخېل د ملک نصيب جسد ولې خاورو ته نه سپاري؟

د جانیخېلو د ملک نصیب خان زوی رفیع الله د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، داسې نه ده چې ګینې دوی پخوا د امن غوښتنه نه ده کړې خو چې کله مجبوره شول نو د خپل وژل شوي پلار مړی یې د احتجاج په توګه کېښود. رفیع الله وایي دا څه اسانه فیصله نه وه خو د دوی قامي مشرانو دغه پرېکړه وکړه چې د ده د پلار جسد به تر هغې نه ښخوي تر څو چې ریاست دوی ته د امن حقیقي باور نه وي ورکړی.

هغه وړاندې وویل:

" دا خو یو ثبوت دی، ځکه یې موږ خاورو نه سپارو. موږ هم غواړو چې د خپل پلار مړی زر تر زره خاورو ته وسپارو خو بیا به ریاست او خلک وایي چې ستاسو سره څه ثبوت دی چې احتجاج کوئ؟ دا کار موږ له مجبورۍ کوو."

نوموړی وایي، دا وخت یې کورنۍ سخته غمجنه ده خو څه وکړي؟ دغه یې مجبوري ده.

د دغه احتجاجي پرلت له مشر ډاکټر ګل عالم وزير نه مو د جون پر ۲۵مه وپوښتل چې هغوی ولې تر اوسه د ملک نصیب خان مړی خاورو ته نه سپاري؟ نوموړی په ځواب کې وایي، دغه یې د قام فېصله ده ځکه چې د خپلې سیمې د امن لپاره پر داسې کولو مجبوره شوي دي:

هغه وړاندې وویل:

"موږ پر امنه خلک یو، سوله ییز احتجاج کوو، دا مو قانوني حق دی او د احتجاج په توګه د ملک نصیب خان مړی خاورو ته نه سپارو خو حکومت ولې زموږ غږ نه اوري؟"

نوموړی وايي، په سیمه کې یې هدفي وژنې زیاتې شوي او ریاست یې په مخنیوي کې ناکامه شوی دی.

ډاکټر وزير وايي، هغه ته اوس هم ټېليفونونه کېږي چې نېږدې ۲۰۰ مېرمنې غواړي له هغوی سره په احتجاج کې شاملې شي ځکه چې د کورنۍ غړي یې یا ورک دي، یا نیول شوي او یا هم په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي، خلک د نا امنۍ له پېښو تنګ شوي او غواړي چې اسلام اباد ته لاړ شي او هلته احتجاج وکړي خو حکومت یې نه پرېږدي، مخه یې نیسي، د موبایل او انټرنېټ سهولت پرې بندوي. د نوموړي په وینا احتجاج کوونکي به داسې بیرته کورونو ته نه ستنېږي.

په دغه احتجاج کې شامل د جانیخېلو یو اوسېدونکي محمد ولي مشال راډیو ته وویل، هغوی له دې وړاندې هم احتجاجونه کړي خو اوس بله لار نه مومي او مجبوره دي چې په دغه ډول احتجاج وکړي:

"دا مړی مو په خوشحالۍ دلته نه دی اېښی، له بدې ورځې داسې کوو، تر دې وړاندې مو هم د څلورو ځوانانو جسدونه د احتجاج په ډول اېښي وو خو تاسو ولیدل چې بیا څه وشول؟"

جانیخېلو ته د خیبر پښتونخوا حکومت څه وایي؟

د جون پر ۲۳مه، د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د جانيخېلو پر مسله د اپوزيشن او د حکومتي ګوند د غړو ترمنځ تود بحث وشو. د مخالفو سیاسي ګوندونو غړو پر دغه وخت وویل چې کله حکومت د وسله والو پرضد څه نه کوي نو بيا ځايي خلکو ته بې له دې بله لاره نه پاتېږي چې د خپلو وارثانو له مړو سره یو ځای احتجاج وکړي.

جانيخېلو د بنو ـ میرامشاه پر لویه لاره پرلت وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:37 0:00

خو پر دغه مهال د حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي او د کارګرو وزیر شوکت یوسفزي وویل، احتجاج د هر چا حق دی خو پر مړو باید سیاست ونه شي:

" دا د مړي بې حرمتي ده او څوک هم باید پر مړو احتجاجونه ونه کړي. موږ دوی ته وایو، تاسو خپل مړی ښخ کړئ، موږ مو غوښتنو منلو ته تیار یو. موږ له وړاندې نه خبرې پېل کړي دي خو داسې یو مړی په سخته ګرمۍ کې اېښودل د اسلامي تعلیماتو خلاف خبره ده. دا زموږ په کلتور کې هم نشته، تاسو مهرباني وکړئ او ملک نصیب خان خاورو ته وسپارئ."

بلخوا له بنو نه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي پښتونیار خان مشال راډیو ته وویل، حکومت یې د جانیخېلو له پرلتوالو سره خبرې پېل کړي دي خو باید له مړي سره يو ځای له احتجاج کولو ډډه وشي:

"موږ دوی ته خواست کوو چې د ملک نصیب خان مړی دې خاورو ته وسپاري. زه پر ټولو خواوو غږ کوم چې له دغو پرلتوالو سره دې د مړي پر ښخولو خبرې وشي، نورې خبرې به کوو خو بنیادی مسله د مړي خاورو ته سپارل دي."

د احتجاج په توګه، د یو مړي د نه ښخولو شرعي حيثیت څه دی؟

تر څه کم یوې میاشتې پورې په ۴۰ ډګري سېنټي ګرېډ تودوخه کې له یو مړي سره احتجاج کول او د احتجاج په توګه د مړي نه ښخول څه شرعي حېثیت لري؟ په اړه یې د سیمې د دیني چارو پوه او کالم لیکونکي مولانا خانزېب د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل:

"کله چې زموږ پېغمبر حضرت محمد (ص) وفات شو نو د هغوی د جسد په تدفین کې هم تر یو وخته پورې تاخیر وشو او په اړه یې ویل کېږي چې د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر فاروق په مشرۍکې یوه غونډه روانه وه، هغوی پر ځینو مهمو مسلو بحثونه کول چې په مسلمانانو کې کومه فتنه رامنځ ته نه شي نو ځکه د څه وخت لپاره تاخیر وشو. دا خو ډېر لوی تفصیل دی، خو که موږ دلته د جانیخېلو مسلې ته راشو نو دا پښتانه ډېر مجبوره شوي دي. دوی بله لاره نه لري چې خپل غږ اعلی چارواکو، حکومتي مشرانو او نړۍ ته ورسوي نو په دې کې څه شرعي قباحت نشته، دا د دوی د خپل فریاد رسولو یوه طریقه ده."

د جانیخېلو وژل شوی ملک نصیب خان ۶۳ کلن و، هغه څلور زامن او څلور لوڼې لري. د هغه زوی رفیع الله وایي، مور ترې په ورځ کې څو وارې پوښتنه کوي چې څه فيصله وشوه:

"مور او خوېندې مې هم په انتظار دي، هر ساعت پوښتنه کوي چې څه وشول؟ په کور کې ډېره پرېشاني لرو، خو بس مجبوري ده."

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې پېښې وړاندې مارچ میاشت کې هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی و. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي د احتجاج په توګه ایښودل شوي ول، خو وروسته ورسره حکومت یو تړون وکړ چې پکې دا وویل شول چې د دوی په سیمه کې به د هدفي بریدونو د مخنیوي او د امنیت ساتلو لپاره عملي کار کیږي. له هغه تړون وروسته جانیخېلو خپل مړي خاورو ته وسپارل.

XS
SM
MD
LG