د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات زرګونه مظاهرچیانو د امنیت غوښتنه کړې ده


د سوات زرګونه مظاهرچیانو د امنیت غوښتنه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

په سوات کې زرګونه کسان او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو د اکتوبر ۱۱مې احتجاجي مظاهرې ته ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په سیمه کې د ناامنۍ پېښو خلک اندېښمن کړي دي. مظاهرې ته د عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ په ګډون د یوشمېر سیاسي ګوندونو او ډلو مخکښه مشرانو ویناګانې وکړې او پر صوبايي حکومت او امنیتي ځواکونو یې د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتګ تور پورې کړ. دوی همداراز له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې پر خبرو هم انتقاد وکړ. خو د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار وايي، صوبايي حکومت ته ګوته نیول سم کار نه دی. محمد علي سیف د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، حکومت او امنیتي ادارې د وسله والو خلاف کارروایۍ کوي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هېچا ته د پاکستان د ایین او قانون خلاف د فعالیتونو اجازه نه ورکوي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG