د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړي حنیف پښتين څخه د ترهګرۍ دفعې لیرې کړې


حنیف پښتین د کاکا شفیع او عبدالله ننګیال په منځ کې ولاړ دی
حنیف پښتین د کاکا شفیع او عبدالله ننګیال په منځ کې ولاړ دی

پېښور هايي کورټ د سېپتېمبر پر نهمه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر يو غړي او د بشري حقونو فعال حنیف پښتين د ترهګرۍ لګيدلې دفعې ليري کړي او د هغه مقدمه یې عادي ملکي عدالت ته وړاندې کړې ده.

پر حنیف پښتين او دوو نورو ملګرو یې تور دی چې پر پولیسو یې کړو ډزو کې يو وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي.

خو د نوموړي وکيل ايډوکېټ سنګين خان وايي دا حقیقت نه لري.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې په بنو کې د شپې پر درې بجې د حنیف پښتين پر کور مخ پټي وسله وال ورغليوو چې وروسته معلومه شوه چې د استخباراتي ادارو کسان وو.

هغه زیاتوي په عدالت کې یې دريځ وړاندې کړ چې موکل یې د بشري حقونو فعال دی او دا چې د قانون له مخې بايد د تورن کس د نیولو لپاره پولیس ورشي، نه مخ پټي نامعلومه وسله وال.

"د جاسوسي ادارو اهلکار چې پيژندګلوي یې نه وې معلومه، حق نه لري چې په نيمه شپه د خلکو کور ته ننوځي. موږ دا خبره وکړه او جج راسره ومنله. جج دا کیس د انسداد دهشت ګردۍ له عدالته راوګرځاوه او اوس به په عادي ملکي عدالت کې بله پېشې وي. زموږ امېد دا دی چې د دهشتګردۍ الزامونه ليري شول نو ضمانت به هم وشي."

پر حنیف پښتين د قتل د کیس الزام يا ۳۰۲ لا هم پاتې دی خو په عدالت کې یې د بلې اورېدنې وخت لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی.

د حنیف پښتین ګرفتاري

پښتين او ملګري یې شاکرالله او فهيم الله د ۲۰۱۹ز کال د جولای په څلورمه له بنو ټاون شيپ ونیول شول.

هغه مهال د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدي په يوه خبري غونډه کې وويل چې پر پښتین یو شمېر مقدمې وې خو کله چې پولیسو نيمه شپه مهال د هغه د نيولو هڅه وکړه، له هغې خوا پرې ډزې وشوې چې يو پولیس والا پکې مړ او دوه نور ژوبل شول.

د اپرېدي په خبره، د پښتین یو ګرفتار ملګری شاهین الله د ترهګرۍ په قضیه کې مطلوب وو او فهیم الله دواړو ته په کور کې پناه ورکړې وه.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ کمېټې مشره غړې، ثنا اعجاز وايي پولیسو ته حنیف پښتين ټېلېفون کړی وو چې ورشي او له وراوښتونکو بریدګرو وسله والو یې وژغوري.

هغې د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل که پر يو کور مخ پټيوسله وال ورځي، د کور والا ته به څه ملومېږي چې دا کسان ترهګر دي او که د امنيتي ځواکونو غړي؟

نوموړې زیاته کړه: "حنیف پښتين زموږ يو ډیر فعاله غړی دی. هر کس چې داسې فعاله وي د هغه خلاف داسې کارواييکيږي. زموږ پر نېږدي ټولو فعالو مشرانو غړو داسې مقدمې جوړې شوې دي. په ځينو کیسونو کې مو ضمانت شوی او ځينې نور په عدالتونو کې دي. موږ به د خپل حق لپاره مظاهرې هم کوو او عدالتونو ته به هم ځو. له حکومت سره بامانا مذاکراتو ته هم تيار يو."

د منظور پښتين په مشرۍ، پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ز کال له پېل راهیسې ډېر فعاله دی.

دا غورځنګ د غيب کړل شوو کسانو عدالت ته حاضرول، د ماورای عدالت قتلونو ودرېدل، د وسله والو خلاف بې توپيره عمليات او د ملګروو ملتونو د ځار لاندې د حقیقت موندنې يو عدالتي کمیشن جوړېدو غوښتنه کوي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې د وسله والو خلاف د بې توپيره عملياتو په کولو سره امن راوستی دی او دا غورځنګ د ملکي ګټو خلاف پر کار کولو تورنوي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځان د غدارۍ تورونه ردوي او وايي د پاکستان د ايين لاندې د خلکو لپاره بنیادي بشري حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG