د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد ادارې "نیکټا" بیا فعالولو ضرورت ولې پېښ شو؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان وزیر اعظم د اکتوبر پر ۱۴مه د قامي امنيتي کميټۍ په غونډه کې پرېکړه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد قامي اداره "نيکټا" به بیا بحالوي.

وزیر اعظم شهباز شریف ويلي دي چې په هيواد کې د نا امنۍ او ترهګرۍ د نوې څپې د مخنيوي لپاره د يو شمېر نورو اقداماتو تر څنګ به د نيکټا اداره بیا فعالوي.

د اکتوبر پر ۱۴مه د وزیر اعظم له دفتره په جاري شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د نورو پرېکړو تر څنګ د ترهګرۍ پر ضد د قامي ادارې نيکټا د بیا فعاليت پرېکړه د قامي امنيت د کميټۍ په هغه غونډه کې وشوه چې مشري يې وزیر اعظم شهباز شریف کوله او پکې د پوځي مشرانو تر څنګ د څلورو واړو صوبو حکومتي او امنيتي چارواکو هم ګډون وکړو.

په بیان کې راغلي چې په قبايلي ضلعو او سوات کې د ترهګرۍ د نوې څپې د مخنيوي په اړه به نيکټا ته د بیا فعالیت لپاره جدید سهولتونه ورکوي.

نيکټا يوه ریاستي اداره ده او دا چې ادارې خو هر وخت د ورکړل شوي اییني اختیار لاندې کار کوي نو بیا د وزیر اعظم شهباز شریف لخوا د نيکټا ادارې د بیا فعالیت بیان څه معنا لري؟ په ځواب کې یې د نيکټا ادارې پخوانی مشر احسان غني وايي، دا یو سیاسي بیان دی او هر حکومت د حقيقي مسلو نه د ولس د پام اړولو لپاره داسې بیانونه ورکوي:

"په روزانه بنیاد د ترهګرۍ د پيښو سره د نيکټا هېڅ کار نشته، دا يوه څېړنيزه اداره ده او د دې کردار د اړونده ادارو تر منځ رابطې پیاوړي کول دي. له دې نه علاوه د راتلونکو خطرونو په اړه وړاندوینه کول هم د دې ادارې کار دی. د دې ادارې کردار د نيکټا ايکټ په ۴۱ ماده کې تشریح شوی دی. موږ په دې بنیاد جاينټ انټليجنس ډايرکټريټ (د استخباراتو ګډ ماموریت) جوړ کړی وو. هغه وخت په نيکټا کې ټول ۸۵۰ کارکونکي وو، په دغو کې موږ ۴۵۰ په دغه ډايرکټريټ کې ګمارلي وو او لګيا وو د نورو ادارو نه مو تکړه کسان بهرتي کول، خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند هغه هر څه ختم کړل او یوه بله اداره يې د نيشنل انټیلجنس کوارډينيشن کميټۍ په نامه جوړه کړه، چې هيڅ کار نه کوي."

نيکټا په لومړي ځل په ۲۰۰۹م کال کې په اداري توګه رامینځته شوی وه، خو د دغې ادارې اختیارات په ۲۰۱۳م کال کې د پارلیمان لخوا د نيکټا ايکټ یا قانون د منظوریدو نه پس واضحه شول. د يو شمېر نورو کارونو تر څنګ د دغې ادارې د جوړولو بنیادي مقصد د راغونډو شویو خفیه مالوماتو څيړنې کول، د سخت دريځۍ، نا امنۍ او ترهګرۍ تر شا وجوهات مالومول او د هغې د مخنيوي په اړه قانون نافذوونکو ادارو ته د کارروایۍ لپاره تګلارې جوړول وو. خو د خيبر پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر اختر علي شاه وايي چې د ناامنۍ او ترهګرۍ د مخنيوي بنیادي ذمه واري د داخله چارو د وزارت ده او نيکټا د دغه وزارت ذيلې اداره ده.

هغه وايي:

"زه د خپلې تجربې په بنیاد دا وايم چې د نيکټا رول د صوبو او مرکز تر منځ رابطه کاري کول دي. د ترهګرۍد مخنيوي لپاره اصل رول د اېنټېلېجینس بيورو، د ترهګرۍ پر ضد ادارو او د امنيتي ادارو دی، چې دا ټولې ادارې فعاله او چمتو وي نو نيکټا به هم چمتو وي، نو که د داخله چارو وزارت فعاله وي نو نيکټا به هم فعاله وي."

خو په پاکستان کې د امریکايۍ ورځپاڼې نيو يارک ټايمز خبریال ضیا الرحمان وايي چې نيکټا د ترهګرۍ پر ضد د قانون نافذوونکو ادارو تر منځ د هم غږۍ رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام وو خو په پاکستان کې د ترهګرۍ د نوغي ویستو پر مخکې لويه ستونزه د پاکستاني ادارو خپل سره رويه ده نو ځکه نيکټا غیر فعاله ده.

هغه وايي:

"په دې تيرو څو کلونو کې نه خو نيکټا ته هغه سهولیات ورکړل شول او نه هغه پانګې چې کوم د دې ادارې ضرورت وو. د دې لوی مثال دا دی چې د دې ادارې په صوبايي کچه دفترونه نشته، یوازې یو دفتر په اسلام اباد کې لري، د دې ادارې د جوړولو پر وخت دا ويلي شوي ول چې د دې دفترونه به په صوبايي او ضلعي کچه وي. هغه ونه شو. د دې وجه دا هم کيدای شي چې په دې نږدې څوکلونو کې په هيواد کې د ترهګرۍ پیښې کمې شوې نو ځکه د حکومت دا خیال وو چې د دې ادارې ضرورت نشته، خو په کابل کې د افغان طالبانو د واکمنۍ نه پس پاکستان خوا ته او په خاصه توګه په سوات کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو له وجې حکومت اوس بیا وايي چې دا اداره فعالوو."

په پاکستان کې د ۲۰۰۱م کال نه پس په ترهګریزو پیښو کې د حکومت په وينا خواوشا ۸۰،۰۰۰کسان وژل شوي، په زرګونو معذوره شوي او په اربونو ډالره مالي زیانونه اوړيدلي، خو په هغه هيواد کې د ترهګرو ډلو د مخنیوي، په ټولنه کې د سخت دريځۍ خلاف د کار کولو او د ټولو پوځي او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره د نيکټا نه علاوه بله کومه حکومتي اداره نشته.

XS
SM
MD
LG