د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر وايي راتلونکو میاشتو کې به د سوات امنیت ښه شي


معظم جاه انصاري د اکتوبر پر ۲۰مه په سوات کې خبري غونډې ته په وینا کې د امنیتي وضعیت د کنټرولولو ډاډ ورکړ.
معظم جاه انصاري د اکتوبر پر ۲۰مه په سوات کې خبري غونډې ته په وینا کې د امنیتي وضعیت د کنټرولولو ډاډ ورکړ.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ویلي دي چې د سوات پولیس د وسلوالو مخنیوي لپاره ټول وسایل لري چې د قانون له مخې کارروايي کوي او په دوه یا درې میاشتو کې به وضعیت بېرته عادي شي.

معظم جاه انصاري د اکتوبر پر ۲۰مه په سیدو شریف کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې په سوات کې د پوځ درې برېګېډه ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په وروستیو کې په سوات کې د وسلوالو د منظمېدو په اړه د اوسېدونکو او سیاسي ګوندونو اندېښنې زیاتې شوې دي او د ناامنۍ ضد یوشمېر مظاهرې شوې دي.

انصاري په سوات کې د درې برېګېډه پوځیانو ځای پر ځای کېدو خبره وکړه خو په سېپټېمبر کې د پولیسو یوه ځايي مشر سوات ته د درې ډېوېژنه سرتېرو رسېدل تایید کړي ول. یو ډېوېژن له درې برېګېډونو جوړ وي چې پکې زیات سرتېري وي. پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

ده دعوه وکړه چې اوسمهال په سوات کې "هېڅ وسلوال نه شته" او "ټول" له سیمې څخه تللي دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د نوموړي د دعوې تصدیق نه شي کولای البته د سیمې اوسېدونکو او سیاستوالانو له اوړي راهیسې په بیا بیا د وسلوالو د فعالیتونو دعوې کړې دي.

د ناامنۍ وروستیو پېښو په اړه د انصاري څرګندونې

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري په سیمه کې د دوو وروستیو پېښو ذکر وکړ او ویې ویل چې څه موده مخکې په چارباغ کې د سکول پر یوه ګاډي برید د "ناموسي وژنې" پېښه وه. د اکتوبر پر نهمه په وسلوال برید کې د ښوونځي د ګاډي ډرېور وژل شوی وو او یو زده کوونکی ژوبل شوی وو.

ده وویل، تر هغې پېښې وروسته په سوات کې مظاهرې وشوې او خلکو ورته د "ترهګرۍ" نوم ورکړ خو اصلاً هغه ناموسي وژنه وه او دا چې پولیسو پکې د ککړتیا په تور یوشمېر کسان نیولي دي.

انصاري وویل، د برید "مرکزي ملزم" په دوبۍ کې دی چې د پاکستان پولیس یې له قانون سره سم، هېواد ته وربولي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر وویل چې د هغې پېښې پرضد په یوه مظاهره کې د ډرېور په وژنه کې ککړ کسان هم شامل ول.

انصاري له دې پرته، د اکتوبر پر اتمه په پوځي کارروایۍ کې د پلار او زوی وژنې ذکر هم وکړ او و یې ویل چې په هغه پېښه کې دوه پوځیان هم ژوبل شوي ول. د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې هغه مهال ویلي ول چې په کارروايۍ کې د "مشکوکو ترهګرو دوه سهولتکاران" وژل شوي دي خو انصاري وویل، د پېښې مقدمه دایره شوې او پولیس پلټنې کوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري په خپلو خبرو کې د امنیت ډاډ ورکړ او و یې ویل چې سیلانیان د سوات هرې برخې ته تللی شي.

د اوړي په میاشتو کې د ناامنۍ اندېښنو له وجې سوات ته د سیلانیانو ورتګ کم شوی وو او کاروباریانو ویلي ول چې ورته تاوانونه اوښتي دي.

پارلېمان کې پر امنیت بحث او د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د اکتوبر پر ۱۹مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم د صوبې او په ځانګړي ډول د سوات پر امنیت د اندېښنو څرګندونه وشوه.

په همدې حال کې د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير د اطلاعاتي چارو سلاکار په سوات کې خبرې غونډې ته په وینا کې ويلي چې هغوی له تحريک طالبان پاکستان سره "هېڅ ډول لوظنامه" نه ده کړې او نه يې وسلوالو طالبانو ته سوات يا د خيبر پښتونخوا نورو سيمو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

محمد علي سيف د اکتوبر پر ۱۹مه په خبرو کې وویل چې له پاکستانيو طالبانو سره يې په کابل کې يوازې دوه ځلې د امن لپاره مذاکرات کړې دي. نوموړي وویل، د "سوات شاوخوا ۱۵،۰۰۰ کورنۍ په افغانستان کې مېشتې" دي، او حکومت غواړي چې هغوی په پرامنه توګه خپلو سیمو ته راشي.

د ده په خبره، د تحریک طالبان پاکستان له وسلوالو یې "غوښتي" چې "افغانستان ته ستانه" شي او هغه غړي یې چې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي، دې وسلې کښېږدي.

سیف البته زیاته کړه چې امنيتي ادارو ته يې په ډاګه ويلي چې د ناامنۍ خپروونکو يا قانون ماتوونکو پرضد دې په "پوره توان" کارروايي وکړي.

XS
SM
MD
LG