د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر کې ناامنۍ ضد د "قامي پاڅون" لاریون شوی دی


په خیبر پښتونخوا کې تر دې مخکې هم د سولې لپاره مظاهرې شوې دي. دا انځور په ۲۰۱۴ز کال په ډېره اسماعیل خان کې د امن لپاره د لاریون پر مهال اخیستل شوی.
په خیبر پښتونخوا کې تر دې مخکې هم د سولې لپاره مظاهرې شوې دي. دا انځور په ۲۰۱۴ز کال په ډېره اسماعیل خان کې د امن لپاره د لاریون پر مهال اخیستل شوی.

د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په میدان سیمه کې تر هغې درې ورځې وروسته د "قامي پاڅون" په نوم لاریون شوی دی چې هلته د وسله والو د واکمن تحریک انصاف د یو سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ د غړي ملک لیاقت علي خان پر ګاډي برید وکړ چې پکې څلور کسان ووژل شول او د نوموړي په ګډون څلور کسان ژوبل شول.

د "دیر قامي پاڅون" په نوم د نوي غورځنګ مشر ملک جان عالم د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د سیمې د ګوندونو سیاستوالانو او لسګونه مدني فعالانو د اګست پر نهمه د میدان له کمبړ بازاره تر لوبغالي (سټېډییم) پورې لاریون وکړ او مشرانو بیا هلته جلسې ته په ویناګانو کې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه.

عالم وايي، په سیمه کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. "دلته حالات بیا کړکېچن شوي دي. ۱۲ یا ۱۱ کاله مخکې چې حالات ول او خلکو کډې په سر کړې وې، خلک بې عزته شوي ول، بې کوره شوي ول، نو [اوس بیا] له موږ سره وېره ده چې دا حالات بیا هغه اړخ ته ولاړ نه شي. مو د دې لپاره راپاڅېدو، پاڅون مو وکړ. موږ په لاریون کې د امن غوښتنه وکړه. موږ باندې [پخوا] لوبې شوې وې، اوس هغو لوبو ته تیار نه یو."

ملک جان عالم زیاته کړه چې د پاکستان د ایین له نهمې مادې سره سم، دولت د ټولو وګړو د تحفظ او امنیت ذمه وار دی نو ځکه دې ریاست امنیت باوري کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ټولې صوبې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي او هېچا ته د حکومتي عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر شپږمه شپې شاوخوا اته نیمې بجې وسله والو د ملک لیاقت علي خان پر لوی ګاډي ډزې وکړې چې پکې د هغه د ورور محمد عالم او وراره محمد یاسر په ګډون څلور کسان ووژل شول او د نوموړي په ګډون څلور کسان ژوبل شول. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

کوز دير د خیبر پښتونخوا هغه ضلع ده چې په ۱۹۹۲ز کال پکې مولانا صوفي محمد د "تحريک نفاذ شريعت محمدي" په نوم تنظيم جوړ کړ. وروسته د هغه زوم ملا فضل الله د تنظيم مشري په غاړه واخيسته او هغه يې په سوات کې هم فعاله کړ.

فضل الله په ۲۰۰۷ز کال کې خپل سازمان د بیت الله مسید له تحريک طالبان پاکستان سره ورګډ کړ او په سوات کې يې خپل عدالتونه ولګول. طالبانو د سوات د واکمنۍ په دوره کې ګڼ خلک او چارواکي ووژل او وتښتول.

د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

د کوز دیر د قامي پاڅون غورځنګ یوه ګډونوال عدنان خان د اګست پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل، د سیمې خلک د ۲۰۰۹ز کال په څېر حالات نه شي زغملای.

ده وویل، د لاریون ګډونوالو پر لیاقت علي خان په برید کې د ککړو کسانو د نیولو او په ډاګه کولو غوښتنه کړې او "که داسې نه کېږي نو احتجاجونو ته دوام" ورکوي او "ځای په ځای به د امن" غوښتنې لپاره وروځي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه د پاسه يوې اوونۍ راهيسې داسې اوازې وې چې وسله وال سوات ته ورغلي دي. د اګست پر اوومه د سوات د سوداګرو او هوټلونو ټولنې مشرانو او په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفه عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک له مشال راډیو سره په خبرو کې په ملاکنډ کې د وسله والو شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

د اګست پر اتمه نېټه د سوات د مټې په شور او سردان غرونو کې د مشکوکو وسله والو پرضد په عملياتو کې د ډی اېس پي پیر سيد په ګډون څلور پوليسان ټپي شوي ول. پولیسو هغه مهال په بیان کې دا نه ول ویلي چې د کومې ډلې وسله والو ضد یې عملیات کول.

د دې ترڅنګ هلته په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو پرضد پرلت دوام لري او مظاهره کوونکو د هغې ضلعې ټول سړکونه تړلي دي.

په همدې حال کې د اګست پر نهمه په خیبر ضلع کې د ملېشه ځواک پر پوستې د وسله والو په بمي برید کې پینځه سرتېري ژوبل شول. تر دې یوه ورځ مخکې په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو پر قافلې په ځانمرګي برید کې څلور سرتېري ووژل شول. د دواړو بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې.

په پېښور کې د اردو ژبې د شخصي ټېلېوېژن ډان نیوز مشر علي اکبر خان وايي، په خیبر پښتونخوا کې د امنیت وضعیت خرابېدو په اړه د حکومت خاموشۍ پوښتنې زېږولې دي.

نوموړي د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او ښاري ضلعو کې د ناامنیو "لوی پېښې وشوې. [کوز] دیر او سوات بندوبستي علاقې دي او په هغو سیمو کې د لوی شمېر وسله والو شتون او د طاقت مظاهره کول" او بیا پر دې "د ریاست او حکومت خاموشه" پاتې کېدل "د حکومت کمزوري" ښيي.

حکومتي دریځ

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په ټوله صوبه کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي. د صوبې اعلاوزیر محمود خان د اګست پر شپږمه شپې مهال پولیسو ته امر وکړ چې د صوبايي اسمبلۍ پر غړي ملک لیاقت علي خان دې په برید کې ککړ کسان "سمدستي" ونیسي.

نوموړي په بیان کې زیاته کړې چې په حمله کې به ککړ کسان "ژر نیسي" او د "قانون منګولو ته به یې سپاري."

اخوا د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال رېډیو ته وويل چې حکومت په سیمه کې د وسله والو "له هلوځلو خبر" دی او پر ضد یې د کارروایۍ لپاره تياری کوي. نوموړي البته د اقداماتو د نېټې او څرنګوالي تفصيل ور نه کړ.

خو نوموړي د سیاسي ګوندونو او د سیمې د خلکو اندېښنو ته په کتو زیاته کړه چې دا ځل به په "هېڅ صورت" هېچا ته د حکومت د عملدارۍ د چیلېنجولو اجازه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG