د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت په زیارت کې د پوځي عملیاتو په اړه عدالتي کمېشن جوړ کړی


د لادرکه بلوڅانو کورنیو له تېرې یوې اونۍ راهسې په کوټه کې د دې لپاره پرلت وهلی دی چې له دوی سره دې انصاف وشي.
د لادرکه بلوڅانو کورنیو له تېرې یوې اونۍ راهسې په کوټه کې د دې لپاره پرلت وهلی دی چې له دوی سره دې انصاف وشي.

د بلوچستان حکومت په زیارت ضلع کې د پوځ په عملیاتو کې د نهو بلوڅانو د وژل کېدو په اړه د پلټنو لپاره د عدالتي‌ کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزرات له خوا د جولای پر ۲۸ نیټه په خپره شوې خبره پاڼه کې راغلي چې دا عدالتي کمېشن یې د بلوچستان هاي کورت د جج جسټس اعجاز احمد سواتي په مشرۍ کې جوړې کړی دی.

خبر پاڼه زیاتوي چې د دې عدالتي‌ کمېشن جوړولو ګام د بلوچستان های کورټ د چیف جسټس تر منظورۍ وروسته اخیستل شوی دی.

عدالتي کمېشن ته ویل شوي چې په ۳۰ ورځو کې دننه به حکومت ته په دې اړه رپورټ وړاندې کوي چې د پوځ په عملیاتو کې وژل شوي کسان رښتیا هم لادرکه وو که نه د بېلتون غوښتوونکو ملګري وو؟

دا په داسې حال کې ده چې د لادرکه بلوڅانو کورنیو له تېرې یوې اونۍ راهسې په کوټه کې د دې لپاره پرلت وهلی دی چې له دوی سره دې انصاف وشي.

د ورکو بلوڅانو د موندلو کولو لپاره مبارزه کوونکی سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) د پرلت مشري کوي.

د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان جنرل سېکرټري نصرالله بلوڅ د جولای پر ۲۳مه مشال راډیو ته ویلي وو چې "پوځ پر تښتول شویو بېګناه بلوڅانو د ترهګرۍ تور پورې کړی دی."

نوموړي د پرلت د غوښتنو په اړه ویلي وو، " زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې د یو حاضر سروس جج په مشرۍ کې دې د دې پېښې د کره پلټنو لپاره یو کمېشن جوړ شي، بل دې وزیراعلا دا باور راکړي چې د پرلت د ګډونوالو هغه خپلوان به راخوشې کېږي چې لا هم ورک دي، او درېیمه غوښتنه مو دا ده چې پر موږ دې په شوي تشدد کې د شاملو امنیتي اهکارانو خلاف کارروايي وشي."

د لادرکه بلوڅانو د کورنیو پرلت
د لادرکه بلوڅانو د کورنیو پرلت

د بلوچستان نیشنل ګوند (بي اېن پي) مشر سردار اختر مېنګل هم په زیارت کې د شویو عملیاتو په اړه د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې وه.

نوموړي ویلي وو چې په وروستیو کې په زیارت کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان "وسله وال" نه بلکې هغه "بلوڅان" ول چې څه موده مخکې له کورونو بیول شوي ول او کورنیو یې د بې درکه کېدو پرضد رپورټونه هم دایر کړي ول.

د بلوچستان د ټرانسپورټي چارو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ ادعا کړې وه چې په زیارت کې وژل شوي کسان "ترهګر" ول او نوموړي په دې اړه د عدالتي کمېشن جوړول غیر ضروري بللي وو.

نوموړي د جولايي پر ۲۴مه وویل، "اوس به نو چې چېرې هم ترهګر وژل کېږي نو د هغوی لپاره به عدالتي کمېشن جوړېږي؟ تېره شپه مې د پوځ له مشر سره خبرې وشوې او هغه وايي‌ چې د دې لپاره قانون جوړوي چې د لادرکه کسانو مسله هواره کړي."

خو د بلوچستان د اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو له خوا د جولای پر ۲۷مه تر منظورۍ وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت په یو لیک کې له بلوچستان هاي کورټ څخه غوښتنه شوې چې د زیارت د عملیاتو په اړه دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د بلوچستان د کورنيو چارو صلاح کار ضیاالله لانګو د جولايي په منځ کې تر رامنځ ته شوې پېښې وروسته ویلي وو چې د پوځ په عملیاتو کې وژل شوي ځینې کسان داسې دي چې په لادرکه کسانو کې هم شامل دي.

خو نوموړي د جولای پر ۲۸مه په یو بیان کې د لادرکه کسانو له خپلوانو سره همدردي ښودلې او ویلي یې دي چې د ده په وینا، حکومت د بشري حقوقو عملبردار دی.

دا له هغه وروسته ده چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۱۲مه په زیارت کې د پوځ د افسر کرنل لییق بېګ مرزا تر تښتونې او وژنې وروسته عملیات کړي وو چې د دوی په وینا نهه وسله وال یې وژلي‌ وو.

بلوڅ بېلونپاله وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د پاکستاني پوځ د کرنل لییق بېګ مرزا د تښتونې او وژنې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG