د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې بریدونه څوک کوي؟


په شمالي وزیرستان کې یو دیني عالم د جون ۲۸مې برید کې د وژل شویو پولیسانو تر جنازې وروسته د دوعا پر مهال.
په شمالي وزیرستان کې یو دیني عالم د جون ۲۸مې برید کې د وژل شویو پولیسانو تر جنازې وروسته د دوعا پر مهال.

په شمالي وزیرستان کې په وروستیو کې پر ځايي خلکو، سرتېرو او د پولیو واکسیني ډلو پر روغتیايي کارکوونکو یوشمېر حملې شوې دي چې مسوولیت یې هېچا نه دی منلی.

د ساري په ډول، د جون پر ۲۸مه د پولیو واکسیني کیمپېن پر مهال یو روغتیايي کارکوونکی او دوه پولیسان په برید کې ووژل شول. په حمله کې یو ماشوم هم ژوبل شو. تر دې دوه ورځې مخکې، د هغې ضلعې په نورک سیمه کې په وسله وال برید کې دوه ځايي کسان ووژل شول. د جون پر ۲۳مه په درپه خېلو کې د پاکستان پوځ د هغه سرتېري مړی وموندل شو چې یوه ورځ مخکې تښتول شوی وو او د جون پر ۱۹مه وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل. د هغو ټولو حملو مسوولیت لا هېچا نه دی منلی.

تر دې مخکې چې به حملې کېدې نو اکثر به یې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا ځینو نورو وسله والو ډلو منله.

په هغه قبایلي ضلع کې وروستي بریدونه پر داسې مهال شوي دي چې د تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد ترمینځ د سولې خبرې روانې دي او دواړو خواوو تر نامعلومې مودې پورې اوربند کړی دی.

نو په داسې حال کې هلته حملې څوک کوي؟ په اسلام اباد کې د خبریال او شنونکی حامد میر وايي، حملې هغه وسله والې ډلې کوي چې د پاکستان ریاستي ادارو د سولې په خبرو کې نه دي شاملې کړې.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.

میر د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، هغه ډلې ځکه د بریدونو ذمه واري نه مني چې پړه یې پر تحریک طالبان پاکستان ډلې واچول شي او د سولې خبرې ناکامه شي.

دی وايي، د پاکستان حکومت ته په کار دي چې نورې وسله والې ډلې هم په مذاکراتو کې شاملې کړي. "که څوک د امن مذاکرات کوي نو هغه ته په کار ده چې نورې وسله والې ډلې هم پکې شاملې کړي.که ته يوازې له تحريک طالبان [پاکستان] سره د سولې خبرې کوې او بنديان یې هم پرېږدې او نورې وسله والې ډلې په خبرو کې نه شاملوې نو زما په خيال، له دې سره به حالات نور هم خراب شي."

بلخوا په اسلام اباد کې د خیبر نیوز ټېلېوېژن مدیر حسن خان وايي له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت سولې خبرې روانې دي او ډزبندي هم شوې نو د ده په خبره، ښکاري داسې چې په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو تر شا د اسلامي دولت (داعش) يا نورو ځايي وسله والو ډلو لاس وي.

نوموړی البته پوښتنه کوي چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د کلونو پوځي عملياتو باوجود هلته وسله والې ډلې ولې نه ختمېږي؟ د ده په خبره، په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره او اداره بيخي له پامه غورځول شوې.

حسن خان وايي، داسې برېښې چې پوځ او حکومت ښايي په وزیرستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې جدي نه دي.

دی زیاتوي، هلته د امنیت وضع هغه مهال ښه کېدای شي چې حکومت د ټولو چارو مشري وکړي او یوازې د امنیتي ځواکونو پر رپورټونو ځان مطمین نه کړي. " اکثر داسې کېږي چې پوځ ولسي حکومت ته تفصيلات ورکړي چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې او دومره وسله وال ووژل شول، نو حکومت پر دې خوشاله شي او نور معلومات نه کوي. بايد [ملکي] حکومت د امنيت پرځای کولو چارو مشري خپله وکړي."

هلته په پېښور کې خبريال شميم شاهد وايي، په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې به هله امن پر ځای کېږي چې امنيتي ادارې د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي.

د افغانستان او د قبايلي سيمو په اړه د پاکستاني رياست پاليسۍ د دې هېواد په ګټه نه دي.
شمیم شاهد

دی وايي، د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان او نورو چارواکو پروسږکال په افغانستان کې د وسله والو په وسيله د يو جمهوري حکومت پر ختمېدو خوشالۍ وکړې.

شميم شاهد د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د دې پالیسۍ منتقدین اکثر په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو ښکار کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د اسلام اباد دا تګلاره په راتلونکې کې د پاکستان لپاره ښه نتیجې نه شي لرلای. "د افغانستان او د قبايلي سيمو په اړه د پاکستاني رياست پاليسۍ د دې هېواد په ګټه نه دي. په ټول پاکستان او سيمه کې د نورو هېوادونو امن او پرمختګ د افغانستان او قبايلي سيمو له امن او پرمختګ سره تړلی دی."

د پاکستان پوځ په بیا بیا د وسله والو د ملاتړ تورونه او وايي د ټولو وسله والو ډلو ضد يې بې له توپیره عملیات کړي دي. خو د پوځ پر دعوو سربېره په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي او د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې د جون تر ۲۹مې هلته ۲۵ هدفي بریدونه شوي ول چې د زیاترو ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG