د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو پرلتوالو سره تاوتریخوالی د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ توده موضوع


خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د جون په ۲۳ مه په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې اپوزيشن غړو د جانيخېلو قبېلې په لاريون د پوليسو لخوا په تشدد له اسمبلۍ واک اوټ وکړ.

د بنو جانېخېلو اوسيدونکي چې د خپل يوه مشر ملک نصيب خان د وژنې پرضد له څه باندې درېوو اونيو راهيسې يې دغلته پرلت وهلی وو.

د جون په ۲۳ مه يې د اسلام اباد پر لور د مارچ کولو هڅه وکړه. لاریون هله په تاوتریخوالي وواښت چې پولیسو یې له بنو سره نېږدې پر ټوچي پله د اسلام اباد پر لور د تلو مخنیوي هڅه کوله. پر لاریون د تاوتریخوالي له کبله د پولیسو په ډزو کې یو تن وژل شوی او ګڼ نور ژوبل دي.بلخوا پولیس چارواکو مشال رېډیو ته ویلي چې د دوی هم لس تنه پر دې مهال ژوبل شوي دي.

د جون پر ۲۳ مه هم دا مسله په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېنشل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک راپورته کړه.

نوموړی اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل چې دا ډېره د بدقسمتۍ خبره ده چې د بنو پوليسو د جانيخېلو پر پرامنه لاريون کوونکو له دې کبله تشدد وکړ چې هغوی اسلام اباد ته له تلو منې کړي.

بابک وويل له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې جانېخېلو د دې لپاره پرلت وهلی وو چې صوبايې حکومت د دوی په سيمه کې د ښه او بدو طالبانو برتي کولو او کارولو مخه ونيسي خو د ده په خبره حکومت د دغې مطالبې په پوره کولو کې پاتې راغلی. نوموړی وايې د صوبايې حکومت تر دې ناکامۍ وروسته جانیخېلو د اسلام اباد لور ته مخه وکړه .د عوامي نېشنل ګوند مخکښ سردار حسېن بابک زياته کړه چې په سيمه کې د وسله والو په راپورته کېدو د حکومت لخوا خاموشي دا پوښتنه راپورته کوي چې ايا بنو او جنوبي وزيرستان د پاکستان برخه نه دي: ''ښه او بد دواړه طالبان بيا په دغه سيمه کې راپورته کيږي چې دارنګ په دغه سيمه کې بدامني او لا قانونيت خپور کړي او ځايی خلک پر دې اړه ډېر انديښمن دي.''

بابک زياته کړه چې کله حکومت د وسله والو پرضد څه نه کوي نو بيا ځايي خلکو ته له احتجاج کولو پرته بله هېڅ لار نه پاتې کېږي.

بلخوا په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزيشن یوه بل ګوند جماعت اسلامي غړي عنايت الله خان وويل که حکومت او بااختياره قوتونه پر خپله ځمکه د بشري حقونو د سرغړونو نوټس نه اخلي نو بيا دا هېواد په داقسمه نړيوالو مسلو د خبرو کولو حق له لاسه ورکوي: ''موږ چې کله د کشمير په اړه ټويټ وکړو نو بيا له موږ خلک پوښتنې کوي چې تاسو په کشمير کې د بشري حقونو په سرغړونو خبرې کوئ خو چې په خېبر پښتونخوا کې له خلکو سره څه کيږي نو پر هغو خبرې نه کوئ.''

د اپوزيشن غړو د تورونو په ځواب کې د حکومت د لېبر وزير شوکت يوسفزي د عوامي نېشنل ګوند پخواني حکومت ته په اشاره وويل چې هغه وخت به هره ورځ خلک په بد امنۍ پېښو کې مړه کېدل. د ده په خبره د دې وجه هم دغه جارحانه بيانونه وو.

نوموړي زياته کړه چې اوس تر ډېره حده په سيمه کې امن راغلی دی. شوکت يوسفزي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل چې دا وخت د جانخېلو قبیلې څه باندې ۴۰۰۰ کسان په جانیخېل کنال، بکه خېل او ټوچي پله کې په احتجاج دي.

نوموړي تور پورې کړ چې کله پوليسو د لاريون د مخنيوي هڅه کوله نو لاريون کوونکو پرې د کاڼو ګزارونه وکړل.

شوکت یوسفزي زیاته کړه چې حکومت يې څو وارې د جانیخېلو له پرلتوالو سره د مذاکراتو هڅه کړې: "څه موده مخکې زموږ څلورو وزيرانو له دوی سره خبرې وکړې، اعلا وزير ورغلی وو او د دوو اربه روپو پېکج يې ورکړو خو دوی خپلو کې يوه خوله نه دي. زه بيا هم لاريونوالو ته خواست کوم چې موږ به ستاسو مطالبې پوره کوو. بابک صېب او اپوزيشن ته وايم چې راځئ په شريکه د دې حل راوباسو او امن پرځای کړو ځکه چې امن زموږ د ټولو په ګټه دی."

د يادونې ده چې د بنو جانیخېلو د مې پر ۳۱مه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې یوه ورځ وروسته احتجاجي پرلت پیل کړ او د نوموړي د مړي له ښخولو انکار کوي.
دوی وايي، حکومت دې په مارچ کې د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته ورسره د سیمې د امنیت په اړه کړې موافقه عملي کړي، د ځوانانو او د ملک نصیب خان په وژنه کې دې ککړ کسان ونیسي او د ځايي مشر کورنۍ ته دې تاوان ورکړي. دوی وايي سیمه دې له وسله والو پاکه کړل شي.

د بنو انتظامیه وايي، موافقې ته ژمنه ده او هرومرو به یې عملي کوي.

XS
SM
MD
LG