د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ رشید: پاکستان د ښو او بدو طالبانو په فرق پوهېږي


شېخ رشيد احمد دا خبره د اکتوبر پر دويمه نېټه په کراچۍ کې د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې حکومت به د ښه او بد طالب په منځ کې څنګه فرق کوي؟ (انځور: ارشیف)
شېخ رشيد احمد دا خبره د اکتوبر پر دويمه نېټه په کراچۍ کې د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې حکومت به د ښه او بد طالب په منځ کې څنګه فرق کوي؟ (انځور: ارشیف)

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشید احمد ويلي چې حکومت يې د ښه او بد طالب وسله وال په فرق پوهېږي.

شېخ رشيد احمد دا خبره د اکتوبر پر دويمه نېټه په کراچۍ کې د یو خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې حکومت به د ښه او بد طالب په منځ کې څنګه فرق کوي؟

خو نوموړي په دې اړه وضاحت ونکړ چې ښه طالبان څوک دي او بد طالبان څوک دي.

له نوموړي دا پوښتنې له هغه يوه ورځ وروسته وشوې چې کله د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ترکيې ټي ار ټي ټلويژن ته په مرکه کې وويل چې حکومت يې له هغو وسله والو طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی چې غواړي خبرې وکړي.

شېخ رشید احمد تر دې حده وویل چې له ځینو طالبانو سره خبرې اترې په لوړه کچه روانې دي.

خو پاکستاني طالبانو د وزیر اعظم عمران خان هغه دعوه رد کړې وه چې ګواکې له حکومت سره د ډزبندۍ لپاره مزاکرات کوي.

تحریک طالبان پاکستان د اکتوبر پر دویمه په يو بیان کې وويل چې یاده ډله يو موټی ده او په ليکو کې یې هېڅ قسمه تقسيم یا اختلاف نشته.

د یادې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل چې د هغوی د مشرتابه لخوا له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.

نوموړي په دغه بیان کې پر خپلو جنګیالیو هم غږ کړی چې خپلو بریدونو ته دې دوام ورکړي.

خو د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې پر خپلو وسله والو غږ کړی چې د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې ډزبندي ده نو پر پاکستاني ځواکونو دې له بریدونو ډډه وکړي.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو د پېښور ارمي پپلک سکول پېښې په يادونې سره د عمران خان له طالبانو سره د مذاکراتو پر خبره تنقيد کړی وو.

د ۲۰۱۴ز کال د ډسمبر پر ۱۶مه نېټه د پېښور پر ارمي پپلک سکول بريد کې د استادانو او زده کوونکو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول چې ذمه واري يې تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

خو شېخ رشيد احمد وويل، "چا چې د ارمي پبلک سکول ماشومان وژلي دي د هغو قضيه جلا ده او کومو خلکو چې له هېواده کډه کړې ده د هغو قضيه جلا ده."

خو نوموړي دا وضاحت ونکړ چې د قضيو د جلا والي څخه د هغه مقصد څه دی؟

پر پاکستان له کلونو راهسې تور پورې کېږي چې په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان ښه او په پاکستان کې برید کوونکي طالبان بد ګڼي.

دا تور له هغه وروسته لا پسې عام شو چې کله پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته شو او د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې یې په ډاګه د ترهګرو په ملاتړ کولو تورنې کړې.

پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو پراخو جلسو کې تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو "ښه طالبان" د دې لپاره ساتلي دي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوونکي پښتانه او نور په ووژني.

خو د پاکستان حکومت او پوځ تل داسې تورونه رد کړي او برعکس دریځ لري چې د دوی په وینا، پښتون ژغورنې غورځنګ پر پاکستان مخالفه بهرنۍ ایجنډا کار کوي.

XS
SM
MD
LG