د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل او اسلام اباد ترمینځ تند بیانونه د سولې پروسه څومره اغېزمنوي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هغه تورونه رد کړي چې ګنې اسلام اباد د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

محب د جون پر ۱۸مه پر ټویټر لیکلي وو چې افغان طالبانو په ټول هېواد کې د افغان ولس پر ضد له تشدد ډکې کارروایانې پیل کړي دي او هغوی پوهېږي چې افغان طالبانو څنګه او ولې دې کار ته دوام ورکړی دی؟

نوموړي وړاندې لیکلي وو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یا خو له دې حالاتو خبر نه دی او یا [د طالبانو] ملګری دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري د جون پر ۱۸مه په یو بیان کې وویل چې نړیوالې ټولنې د افغانستان سولې په بهیر کې د پاکستان رول منلی دی او د حمد الله محب پرله پسې داسې بیانونه، د انديښنې وړ دي ځکه چې دا د سولې په بهیر کې شوی پرمختګ له پامه غورځوي.

دا چې د دې بیانونو به د پاکستان او افغانستان پر اړیکو څه اغیز وي؟ شنونکي رحیم الله یوسفزي د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، په موجوده حالاتو کې د افغان چارواکو لخوا پر پاکستان پر تورونو سربېره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا نورې خرابې شي.

"که افغانستان خپله مسله د خبرو له لارې حل کول غواړي نو باید د سولې خبرو ته دوام ورکړي. او د دې لپاره ضروري ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې هم ښې وي ځکه چې پاکستان له طالبانو سره زړې اړیکې لري."

د پاکستان د حکومت دریځ:

خو پاکستان تل له طالبانو سره د اړیکو تورونه رد کړي دي او وايي چې هغوی د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دي.

شاه محمود قریشي د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي وو، افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته روان دی خو په دې سفر کې دې د "ټولو ناکامیو مسوول" پاکستان نه ګڼي. نوموړي دا هم ویلي وو چې د افغانستان سولې بهیر ځکه ځنډنی دی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ بې باوري زیاته ده.

د دې خبرو په ځواب کې، د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري د جون پر ۱۶مه پاکستان له طالبانو سره په "ژورو اړیکو" لرلو تورن کړ او له اسلام اباده یې وغوښتل چې له طالبانو سره د خپلو تعلقاتو په استفاده دې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

په کابل کې مېشت څیړونکی نجیب ازاد بیا وايي، افغانستان دې د پاکستان په اړه یوه تګلاره جوړه کړي او باید د بیانونو پر ځای د پاکستان په څیر د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له لارې ورسره چلند وکړي.

"د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف په ۲۰۱۱ز کال کې له هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي وو چې طالبان هلته روزل کېږي او پټنځایونه یې هم هلته دي.د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم ورته خبرې په امریکا کې کړې دي. دا مهال په افغانستان کې جګړه ډېره په شدت سره روانه ده نو باید د دوه اړخیزې همغږۍ له مخې د افغانستان د سولې لپاره کار وشي."

د اسلام اباد لپاره د افغانستان پخواني سفیر او سیاستوال حضرت عمر زاخېلوال د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته ویلي وو چې پاکستان د یوه ګاونډي په توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د رول لوبولو مسوولیت لري.

د افغانستان د سولې فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي: زاخېلوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:36 0:00

نوموړي دا هم وویل چې افغان حکومت او طالبان هم مسوول دي چې باید د سولې له فرصتونو ګټه واخلي.

په پېښور کې مېشت خبریال او څیړونکی شمیم شاهد بیا وايي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي او په اړه یې د پاکستان له اړخه زیات غبرګونونه مخې ته نه راځي نو ځکه افغان چارواکي د اسلام اباد خلاف په سختو بیانونو ورکول مجبوره شوي دي.

خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جون پر څلورمه له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي وو، پاکستان د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وړاندې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړۍ لپاره هڅه کوي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې حکومت یې د افغانستان په اړه د سټراټیژیکي ژورتیا په برخه کې د پاکستان زړه کړنلاره نوره پر مخ نه وړي او په دغه هېواد کې د هر هغه حکومت ملاتړ کوي چې د افغانانو له خوا انتخاب شوی وي.

XS
SM
MD
LG