د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې د امن لپاره لاريون شوی


د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ اورکزو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۲۶مه د امن لپاره لاريون وکړ.
د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ اورکزو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۲۶مه د امن لپاره لاريون وکړ.

د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ اورکزو په مېشتي مېلې بازار کې د سيمې مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو، سوداګرانو او د سياسي ګوندونو مشرانو د امن لپاره لاريون کړی دی.

د اګست پر ۲۶مه شوي د دې لاريون ګډونوالو په سيمه کې د امن ټينګولو غوښتنه کوله.

د لاريون مشري د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر اسد اياز کوله. نوموړي مشال راډيو ته وويل په داسې حال کې چې د خيبر پښتونخوا په پخوانيو قبايلي سيمو کې د امن لپاره لاريونونه روان دي، د اورکزو خلک هم د امن غوښتنه کوي.

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن کې د ناامنۍ ځينې پېښې وشوې چې ځايي ولس پرضد غږ پورته کړ. هغوی په سيمه کې د هدفي وژنو مخنيوی او هلته د امنيت ټينګولو غوښتنه کوله.

په اورکزو کې د لاريون پر مهال مدني فعال حليم ګل اورکزي مشال راډيو ته وويل چې د لاريون له لارې نړۍ ته پېغام ورکول غواړي چې د اورکزو خلک امن خوښوونکي دي او په سيمه کې به د ناامني د مخنيوي لپاره هرې قربانۍ ته تيار وي.

پر دې مهال شاعر او ليکوال اکبر سرحدي وويل چې د اورکزو خلکو د امن لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي. "د اورکزو خلک وژل شوي ،سپين روبي او ځوانان يې وژل شوي او يوشمېر خلک يې بېکوره شوي دي نو دوی څنګه کولای شي چې خپله سيمه يو ځل بيا ناامنۍ ته پرېږدي."

د روان کال د جولای له پای راهیسې په شمالي وزیرستان، باجوړ، پېښور، سوات، کوز دیر او مومندو کې خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. دا ولسي غونډې تر هغې وروسته پیل شوې دي چې په یوشمېر ضلعو کې بریدونه وشول او خلکو د وسله والو ډلو د بیا منظمېدو دعوې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د سولې مذاکراتو ته دوام ورکړی دی. هغې ناقانونه ډلې البته په وروستیو میاشتو کې په بریدونو کې د ککړتیا تورونه رد کړي دي او وايي چې هغه اوربند ته ژمن دی چې له حکومت سره یې په جون کې تر نامعلومې مودې وغځاوه.

خو د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې له ټي ټي پي پرته نورې وسله والې ډلې هم فعاله دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په ټوله صوبه کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

د اطلاعاتي چارو لپاره د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف په روانه اګست مياشت کې مشال راډيو ته ویلي ول چې حکومت هېچا ته د عملدارۍ د چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG