د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېل پرلت: اېمل ولي خان او منظور پښتین د امنیت غوښتنه وکړه


د جانیخېلو اوسېدونکو په مارچ کې د څلورو ځوانانو د مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو - د ارشیف انځور.
د جانیخېلو اوسېدونکو په مارچ کې د څلورو ځوانانو د مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو - د ارشیف انځور.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له حکومته غوښتنه کړې چې په پښتون مېشته سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي.

دوی دواړه د جون پر نهمه د بنو د جانیخېلو پرلت ته ورغلي ول.

د بنو انتظامیه وايي، په سیمه کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي. چارواکي وايي، یو حکومتي پلاوي د جانیخېلو له مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی.

پرلت ته په وینا کې اېمل ولي خان وویل، د امن پر موضوع دې د ټولو پښتنو د سیاسي مشرانو، تحریکونو او فکري ډلو غونډه وشي.

ده وویل، د جانیخېلو اوسېدونکو د سولې غوښتو لپاره احتجاج پیل کړی، خو په وینا یې امنیت د ټولو پښتنو مسله ده. "زما خو دا مشوره ده چې ډېر ژر دې موږ ټول پښتانه – که سیاستدانان دي، که تحریکونه دي، که نور وکیلان، ډاکتران، پروفیسران او د هرې مکتبه فکر خلک دي، خو چې پښتانه دي – دې په دښته کې راغونډ شو او د پښتنو په سیمو کې د دې ستونزې د حل لاره وټاکو."

اېمل ولي خان د امنیت پر موضوع د ټول پاکستان د پښتنو د غونډې وړاندیز وکړ - د ارشیف انځور.
اېمل ولي خان د امنیت پر موضوع د ټول پاکستان د پښتنو د غونډې وړاندیز وکړ - د ارشیف انځور.

په جانيخېلو کې پرلت د مې پر ۳۱مه نېټه د یوه ځايي مشر ملک نصیب تر وژنې وروسته پیل شو او احتجاجیانو د غوښتنو تر منل کېدو پورې د مړي له ښخولو انکار کړی.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې هغه تړون عملي کړي چې په مارچ کې يې ورسره کړی وو. دا تړون په سیمه کې د څلورو ځوانانو د مړو د موندل کېدو په غبرګون د جانيخېلو اوسېدونکو تر پرلت وروسته شوی وو. د خيبرپښتونخوا اعلاوزیر محمود خان په ځانګړې توګه بنو ته ولاړ او په ليکلي تړون کې يې ژمنه وکړه چې سيمه به له وسله والو پاکوي، هلته به امنيت راولي او د وژل شویو کورنيو ته به معاوضه او نوکرۍ ورکوي. هغه مهال د جانیخېلو اوسېدونکو تر حکومتي ډاډ وروسته پرلت وځنډاوه.

دا لا نه ده جوته چې له جانیخېلو سره کړی تړون ولې ځنډنی دی خو چارواکو په بیا بیا ورته ژمنتیا ښوولې او وايي، ټولې غوښتنې په مرحلو کې پوره کوي.

چارواکي وايي، په مارچ کې یې د وژل شویو ځوانانو کورنیو ته تاوان ورکړی او په سیمه کې د تاڼې جوړولو لپاره یې هم له ځايي مشرانو سره جرګې کړې دي.

په عین وخت کې، چارواکي سیاسي مشران پرلت ته ورتګ ته نه پرېږدي او له تېرو څو ورځو راهیسې یې د بنو پولیس پر لویه لار دروي او ستنوي یې.

د جون پر پینځمه نېټه پولیسو د قامي وطن پارټۍ یو مشر سکندر شېرپاو او تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له لارې ستانه کړل او د جون پر شپږمه یې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر باز محمد هم د جانيخیلو پرلت ته پرېنښود.

د منظور پښتین څرګندونې

تر اېمل ولي خان مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د جون پر نهمه د جانیخېلو پرلت ته ورغلی وو.

نوموړي په خپله وینا کې پرلتوالو ته د غورځنګ د ملاتړ ډاډ ورکړ. "دلته مختلف نومونه یادېږي – ګوډ (ښه) او بیډ (بد). نن موږ جنازې اوچتوو. دا ګوډ او بیډ دې زموږ له خاورې وباسي. خلک د امن غوښتنه کوي، حکومت چېرې دی؟ دوی د پښتنو پر خاوره امن راوستو ته هېڅ تیار نه دي."

پښتین وویل، غورځنګ د جانیخېلو د امن غوښتنې ملاتړ کوي - د ارشیف انځور.
پښتین وویل، غورځنګ د جانیخېلو د امن غوښتنې ملاتړ کوي - د ارشیف انځور.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسله وال طالبان چې په افغانستان کې بریدونه کوي اصطلاحاً "ښه طالبان" او چې په پاکستان کې حملې کوي، "بد طالبان" بلل کېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

حکومت د پښتین د تازه څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا خبره تکرار کړې چې د امنیت ټینګښت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او اوس هم وخت په وخت د لټون عملیات کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG