د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې جرګې له حکومت څخه د امن پر ځای ساتلو غوښتنه کړې


د اګست پر ۲۲مه د مومندو جرګې ته ګڼ مشران او فعالان ورغلي ول.
د اګست پر ۲۲مه د مومندو جرګې ته ګڼ مشران او فعالان ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا په مومندو کې جرګې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د دوی په سیمه کې دې امن باوري کړي.

دا غوښتنه د اګست پر ۲۲مه د مومندو د غلنۍ تحصیل په "روح الله شهید سټېډیم" کې تر سره شوې هغې جرګې کړې ده چې د یادې سیمې د سیاسي، ټولنیزو او مذهبي ډلو مشرانو پکې ګډون کړی وو.

دوی وویل چې حکومت که له یو وسله والې ډلې سره خبرې کوي‌ هم نو په کار ده چې لومړی د سیمې له ولس څخه په دې اړه رایه واخیستل شي.

د جرګې یو ګډونوال مشر ملک سلطان بایزی هغه قبایلي مشر وو چې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې تحریک طالبان پاکستان د خبرو اترو پر مهال په ډاګه کړې چې "دوی به خپلې پرېکړې د ټوپک په زور په پاکستاني حکومت مني."

د سوات قامي جرګه وايي په هېڅ صورت ناامني نه شي زغملای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

خو ملک سلطان بایزي زیاته کړه چې دوی نور له ټوپک او جنګه ستړي او پر خپله خاوره د ایین او قانون په چوکاټ کې سوله ییز ژوند غواړي.

ده وویل، تحریک طالبان پاکستان ته یې ویلي چې د پاکستان ایین ومني او له جنګه او ټوپکه لاس واخلي خو د ده په وینا هغوی هر څه د ټوپک په زور غواړي.

د تحریک طالبان پاکستان له خوا له پاکستان سره د خبرو اترو څو پړاونه ترسره شوي او هغوی لا هم په رسمي توګه دا نه دي‌ ویلي چې ګواکې دوی په ریاست د خپلو غوښتنو منلو لپاره له ټوپکه کار اخلي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مومندو یو استازي او د عوامی نېشنل ګوند مخګښ نثار مومند مشال راډیو ته وویل، پاکستان چې له طالبانو سره کومې خبرې کړې دي هغه یې په ډاګه کړې هم نه دي.

ده وویل، د خبرو اترو لپاره باید له هغو خلکو رایه واخیستل شي چې د ده په وینا د وسله والو له کبله متاثره شوي وو.

ده وویل، "خبرې اترې به له هغه چا سره کوې چې څوک متاثره وي، او چې ته له هغوی پوښتنه هم نه کوې، نو مذاکرات به له چا سره وي؟"

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مومندو استازي او د تحریک انصاف ګوند مخکښ ساجد مومند هم په دې جرګه کې ګډون کړی وو.

نوموړي تر جرګه وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته په اشاره وویل، "که دوی له سوله ییزې لارې راځي، د پاکستان ایین مني، نو زموږ وروڼه دي."

ده وویل دا خبرې یې پاکستانیو چارواکو ته هم کړې دي خو د ده په وینا، دا چې په کابل کې څه خبرې شوې دي، هغه لا تر اوسه په ډاګه شوې نه دي.

خيبر پښتونخوا کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو پرضد د "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:30 0:00


د مومندو قبایلي ضلعې ځینې ځوانانو هم په دې جرګه ګډون او ویناوې وکړې. په دوی کې د تفسیر مومند په نامه یو ځوان مشال راډیو ته وویل، حکومت باید دا څرګنده کړي چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې پر څه او څنګه خبرې کړې دي.

د ده په وینا، که حکومت دا خبرې او تړون پټ ساتي نو مطلب یې دا دی چې د ده په وینا خلک بیا په جګړه کې اچوي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په دیر، سوات او باجوړ کې هم وار له مخه ځايي خلکو په خپلو سیمو کې د امن لپاره پراخ احتجاجونه کړي او روان دي.

د جرګې ګډونوالو بېلابېل بینرونه هم جوړ کړي ول - د اګست ۲۲مې انځور.
د جرګې ګډونوالو بېلابېل بینرونه هم جوړ کړي ول - د اګست ۲۲مې انځور.

دا له هغه وروسته ده چې په سوات او ځینو نورو سیمو کې د ځايي خلکو په وینا، یو ځل بیا وسله والو ځان ښوولی چې د دوی په وینا، د سیمې امنیت ته ګواښ دی.

په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف مشران له دې انکار کوي چې ګواکې وسله وال په منظمه توګه په صوبه کې داسې شتون لري چې د حکومت واک وننګوي.

د خیبر پښتونخوا لوړپوړو حکومتي چارواکو په تېره یوه میاشت کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ټولو سیمو امنیت ته ژمن دي. د اعلاوزیر د اطلاعاتو چارو سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت هېچا ته د خپلې عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG