د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له ولادیمیر پوتین سره د انرژۍ پر پروژو او سیمه ییزو حالاتو غږېدلی


وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۴مه په روسیه کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل
وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۴مه په روسیه کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل

د پاکستان حکومت وايي، وزیراعظم عمران خان په مسکو کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ملاقات کې پر دوه اړخیزه چارو غږېدلی دی.

د وزیراعظم دفتر د فبرورۍ پر ۲۵مه په بیان کې ویلي چې دواړو مشرانو د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ د لیدو پرمهال د توانایۍ (انرژۍ) او کاروبار په ډګر کې پر "خپلمنځي همکاریو" او په جنوبي اسیا کې پر "روانو حالاتو" خبرې کړې دي.

پاکستاني وزیراعظم او روسي ولسمشر پر داسې وخت له یو بل سره لیدلي چې مسکو د فبرورۍ پر ۲۴مه د اوکراین د پلازمېنې کییف پر ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي وداغل او روسي سرتېري له درو خواوو هغه هېواد ته داخل شول.

د وزیراعظم له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې عمران خان د روسیې او اوکراین ترمینځ پر پیدا شوي "وضعیت د خپګان څرګندونه" کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد هیله من دی چې "ډېپلوماسي" به د "پوځي شخړې" مخه ونیسي.

بیان وايي، عمران خان له پوتین سره د پاکستان سټریم په نوم د ګیس د پروژې په اړه خبرې وکړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمینځ د همکاریو د یوې لویې پروژې په نوم یاده کړه.

له ولسمشر پوتین سره تر ملاقات وروسته د روسیې مرستیال وزیراعظم الېکساندر نوواک او د انرژۍ چارو وزیر نېکولای شولګینوف د یوه پلاوي په ملتیا له وزیراعظم عمران خان سره کتلي دي.

د روسیې او اوکراین ترمینځ ترینګلتیا پر پاکستان او افغانستان څه اغېز کولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:57 0:00

بیان کاږي، وزیراعظم خان او ولسمشر پوتین د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وکړې او وزیراعظم یو ځل بیا په هغه جګړه ځپلي هېواد کې د بشري ناورین پر هواري ټینګار وکړ.

د اسلام اباد او مسکو په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته اقتصاد خورا خراب شوی دی او د ملګرو ملتونو په وینا، بشري بحران مېلیونونه وګړي ځپلي دي.

پاکستاني وزیراعظم تر دې مخکې هم په بیا بیا پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د بشري بحران د هواري لارې چارې ولټوي.

عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه تر هغې دوه ورځې وروسته مسکو ته ورسېد چې ولسمشر پوتین د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک او دنېڅک سیمو خپلواکي رسماً ومنله او روسیو ځواکونو ته یې هلته د ورداخلېدو امر وکړ.

عمران خان هغه مهال د روسیې ار ټي ټېلېوېژن ته ویلي ول چې روسیې ته یې دوه ورځنی سفر تر ډېره اقتصادي اهداف لري.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر ټولنیزو شبکو داسې خبرونه خپاره شوي ول چې عمران خان په سیمه کې کړکېچ ته په کتو د روسیې سفر لنډ کړی دی خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري پر هم هغه ورځ پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې د وزیراعظم سفر له پلان سره سم پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG