د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي اېس اېل اتلولۍ په لړ کې نن دوه سیالۍ کېږي


د لاهور قلندرز راشد خان د اسلام اباد یونایټډ یوه لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.
د لاهور قلندرز راشد خان د اسلام اباد یونایټډ یوه لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په اتلولۍ کې د کوټې ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز او د ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټډ ترمینځ سیالۍ کېږي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت پر دوه نیمو او دویمه هغه د ماښام پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې لاهور قلندرز په ۶۶ منډو اسلام اباد یونایټډ ته ماتې ورکړه. لاهور قلندرز لومړی بیټېنګ وکړ او د شپږو وکټو په زیان یې ۱۹۷ منډې جوړې کړې. خو اسلام اباد یونایټډ په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې جوړې کړای شوې.

ملتان سلطانز لوبډلې تر اوسه نهه سیالۍ کړې دي چې پکې یې اته ګټلې دي او په دې توګه د شپږو لوبډلو په قطار کې پر لومړي مقام ده.

لاهور قلندرز له نهو څخه شپږ لوبې ګټلي او په دې ډول پر دویم، پېښور زلمي له نهو سیالیو څخه د پینځو ګټلو له وجې پر درېیم او اسلام اباد یونایټډ له نهو سیالیو څخه د څلورو په ګټلو پر څلورم مقام ده.

د کوټې ګلیډیېټرز لوبډله پر پینځم مقام ده او تر اوسه یې له نهو سیالیو څخه درې ګټلې دي. خو کراچۍ کېنګز لوبډلې له نهو سیالیو څخه یوازې یوه ګټلې او پر وروستي مقام ده.

د پي اېس اېل اتلولۍ په لړ کې د فبرورۍ تر اوومې پورې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې روانې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

XS
SM
MD
LG