د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټرالیا کرکټ لوبډله ۲۴ کاله وروسته پاکستان ته تللې


د پاکستان کرکټ لوبغاړي د راولپېنډۍ په لوبغالي کې له اسټرالیا سره تر ټېسټ لوبې مخکې تمرین کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۷مې انځور.
د پاکستان کرکټ لوبغاړي د راولپېنډۍ په لوبغالي کې له اسټرالیا سره تر ټېسټ لوبې مخکې تمرین کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۷مې انځور.

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله تر ۱۹۹۸ز کال وروسته په لومړي ځل پاکستان ته تللې چې هلته د کوربه هېواد له لوبډلې سره درې ټېسټ یا پینځه ورځنۍ، درې ۵۰ اووریزه او یو ۲۰ اوریزه سیالۍ وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ د فبرورۍ پر ۲۷مه د اسټرالیايي لوبغاړو تر وررسېدو وروسته وویل، هغه لوبډله به تر یوې نیمې میاشتې پورې په هغه هېواد کې وي.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ لومړۍ ټېسټ سیالي د مارچ پر څلورمه د راولپېنډۍ په کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې د نیو زیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ سیالۍ تر پیلېدو لږ ساعت مخکې د امنیتي دلایلو په یادولو پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ او له هغه هېواده ستنه شوه.

تر هغې وروسته د انګلینډ کرکټ بورډ هم پاکستان ته د خپلې لوبډلې پلان شوی سفر لغوه کړ او له کوربه هېواد سره یې سیالۍ وځنډولې.

د نیو زیلینډ او انګلینډ د کرکټ ادارو دې اقدام په پاکستان کې د کرکټ بورډ، حکومت او د لوبې د مینه والو غبرګونونه پارولي ول.

خو په هغه هېواد کې د کرکټ مینه وال اوس خوشاله دي چې د اسټرالیا لوبډله ورغلې. د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی محمد عباس وايي، د اسټرالیايي لوبډلې له ورتګ سره به د پخوا په څېر په پاکستان کې نړیوال کرکټ بحال شي.

دی وايي، اوس تازه د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) اتلولي ختمه شوه چې پکې د نورو هېوادونو لوبغاړو هم برخه واخیسته او "ټولې دنیا وکتل چې دلته امن دی" نو "باید نورې لوبډلې هم راشي."

د خیبر پښتونخوا د اولمپېک ټولنې د مشر مرستیال رحمت ګل اپرېدی وايي، په تېرو وختونو کې په پاکستان کې د ناامنیو له وجې لوبې اغېزمنې شوې خو اوس د نړیوالو لوبډلو له ورتګ سره نه یوازې د لوبو پرمختګ کېږي بلکې د هېوادونو ترمینځ اړیکي هم پراخېږي.

په ۲۰۰۹ز کال کې وسله والو د پنجاب په مرکز لاهور کې د سري لنکا د کرکټ لوبډلې پر بس حمله شوې وه چې تر هغې وروسته تر ډېر وخته پاکستان کې نړیوال کرکټ نه کېده او د هغه هېواد لوبډلې به د کرکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) له مقرراتو سره سم، خپلې سیالۍ هم په نورو هېوادونو کې کولې.

خو په تېرو شپږو کلونو کې پاکستان ته د سري لنکا، بنګلادېش، جنوبي افریقا، زېمبابوې او وېسټ انډیز ملي لوبډلې ورغلې دي او لوبې یې کړې دي.

XS
SM
MD
LG