د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان د حکومت خلاف پیپلز ګوند له کراچۍ لانګ مارچ پیل کړ


د پیپلز ګوند پلویانو د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه لاریون پیل کړ چې ټاکل شوې د مارچ پر اتمه اسلام اباد ته ورسي.
د پیپلز ګوند پلویانو د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه لاریون پیل کړ چې ټاکل شوې د مارچ پر اتمه اسلام اباد ته ورسي.

پاکستان پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه (نن) د تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي حکومت پرضد خپل لانګ مارچ (لاریون) له کراچۍ څخه پیل کړ.

د لانګ مارچ په تړاو د فبرورۍ په ۲۶ مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وویل، که عمران خان سمدستي استعفا ورکړي نو بيا به د احتجاج او عدم اعتماد تحریک راوړلو ضرورت نه وي.

نوموړي زياته کړه، چې په ملک کې د ده په وینا د روان بحران یوازېنی حل په تازه او پاکو ټاکنو کې دی. هغه په خپلو څرګندونو کې وویل، دی هم غوښتنه لري چې عمران خان استعفا ورکړي او په دې سره به دی د ولس له غوسې او په پارلېمان کې له شکسته وژغورل شي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک مشر بلاول بوټو په دې خبري غونډه کې وویل چې پاکستان کې دې ټول اپوزېشن ګوندونه پر یوه اجنډه متفق شي او هغه د عمران خان لیرې کول او له نوې سره انتخابات کول دي. د بلاول په وینا څومره چې عمران خان په واک کې پاتې وي هغومره به ملک کړېږي.

بلاول وویل پر ملک تپل شوی وزيراعظم هېڅ قانوني جواز نه لري، هغه په درغلۍ راغلی وزيراعظم دى: ''دا لانګ مارچ به د ملک په تاريخ کې تر ټولو اوږد مارچ وي، له کراچۍ څخه پيل شوی لانګ مارچ به له ۳۷ ښارونو تېرېږي او د مارچ پر اتمه نېټه به اسلام اباد ته رسېږي.''

یاده دې وي چې د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد "پاکستان جمهوري غورځنګ" مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ضد وار له مخه د مارچ پر ۲۳مه نېټه د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی دی.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه حکومت په دې هم تورنوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد يې له اقتصادي بحران سره مخامخ کړی دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.

XS
SM
MD
LG