د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر ماشومان د کراچۍ پرلت ته ورغلي


د علي وزیر ماشومان د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره په احتجاجي ناسته کې. ۲۰۲۲، ۱۹م فبروري
د علي وزیر ماشومان د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره په احتجاجي ناسته کې. ۲۰۲۲، ۱۹م فبروري

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې روان د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) احتجاجي پرلت ته له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير ماشومان هم وررسېدلي دي.

د منظور پښتین په مشرۍ روان دې احتجاجي ناستې ته د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه په لوی شمېر د پي ټي اېم پلويان او عام خلک هم ورغلي دي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه د پي ټي اېم مشر منظور پښتین پرلت ته په خپله وينا کې وويل، "د علي وزير ماشومان هم راغلي دی، داسي نه ده چې دوی په موږ او په خپل قام يقين نه شته خو دا د علي خان وزير د وينو او مزاحمت د تربيت کمال دی چې نن دا ماشومان له موږ سره په پرلت کې دي. موږ خپل قام او دې ماشومانو ته ډاډ ورکوو چې ډاډه اوسی، زموږ پرمختک روان دی، خپل قامي اختيار به هرومرو ګټو."

بلخوا د پي ټي اېم مشر منظور پښتین او نور غړي یې وايي چې سيند حکومت د علي وزير خلاف د کښلو مقدمو اخیستو اختیار لري خو د یاد حکومت وياند مرتضا وهاب ويلي چې دوی اختيار نه لري. نوموړي دا هم ویلي چې د علي وزير پرضد مقدمې په عدالتونو کې روانې دي او پي ټي اېم دې هلته خپله بې ګناهي ثابته کړي.

د سيند حکومت د علي وزير خلاف مقدمي بيرته اخیستای شي؟

د پاکستان سپريم کورټ وکيل صلاح الدين ګنٖډه پور د فبرورۍ پر ۱۹مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د سیند حکومت قانوني اختیار لري چې د علي وزیر خلاف کښلې مقدمې بيرته واخلي. د نوموړي په خبره، مقدمې د حکومتي اجازې پرته نه شي جوړېدلای.

د ده په وینا، د دا رنګ مقدمو لپاره د صوبايي حکومت د کابينې اجازه پکار وي. د علي وزير خلاف مقدمې د سيند حکومت په اجازه شوې دي.

ګنډه پور زیاتوي چې د سيند حکومت وزير اعلا دا اختيار لري چې دغه مقدمې بيرته واخلي. "د پاکستان د ضابطه ای فوجدارۍ د قانون [له] ۴۹۳مې [مادې سره سم] حکومت خپله مقدمه بيرته اخیستلی شي او د علي وزير پرضد جوړي مقدمې يوازې د سيند حکومت بيرته اخیستي شي بلڅوک دا مقدمې نشي اخستلی او که سيند حکومت و غواړي نو هوم سيکريټري په يوه خط دا مقدمې ختمولای شي."

په کراچۍ کې دسيند اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي پرلت یو ګډونوال او د پې ټي اېم د مرکزي کور کميټۍ غړی عنايت الله کاسي وايي چې د خپل قام د ګټو لپاره دلته ناست دي. "موږ له يوې اوونۍ راهيسي پرلت وهلی دی خو تر اوسه مو نه مرکزي او نه صوبايي حکومت پوښتنه کړې ده او پاکستانۍ ميډيا د پرلت هېڅ خبر نه چلوي. ميډيا تر داسې کنټرول لاندې ده چې هيڅوک خبر نشي خپرولی خو موږ خپله دا مبارزه او پرلت جاري ساتو."

د سيند اسمبلې مخې ته روان د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه احتجاجي پرلت ته د فبرورۍ پر ۱۹ د کوټې هزارګانو مشران حميده هزاره او طاهر خان هزاره هم له خپلو نورو غړو سره ګډون وکړ او پي ټي اېم ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

علي وزیر له تېرو ۱۴ مياشتو راهيسي د کراچۍ په زندان کې بندي دی چې د رياست خلاف د ويناګانو او د رياستي ادارو پروړاندې د خلکو راپارولو تورونه پرې لګېږي خو پښتون ژغورنه غورځنګ دغه تورونه ردوي او وايي چې دوی له سوله ییزې لارې د پښتنو حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG