د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: اوکراین کې د بند پاتې پاکستانيو زده کوونکو د ویستلو لارې لټوو


قریشي وايي، په اوکراین کې شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني زده کوونکي دي: انځور له ارشیفه
قریشي وايي، په اوکراین کې شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني زده کوونکي دي: انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په کییف کې د پاکستان له سفارتخانې سره په مسلسل رابطه کې دي څو په اوکراین کې ګېرو د پاکستانيو زده کوونکو خوندیتوب یقیني کړي.

شاه محمود قریشي د فبرورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې یوه خبري غونډه کې وویل، په کییف کې سفارتخانه یې یو بل ښار ترنوپل ته منتقله کړې ده چې د پولینډ له پولې سره نږدې او نسبتاً محفوظه سیمه ده.

اوکراین کې پاکستاني زده کوونکي له مشکلاتو سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

نوموړي وویل چې په اوکراین کې شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني زده کوونکي دي نو د ګېرو زده کوونکو په خوندي ډول د را ویستلو په خاطر یې د سفارتخانې د منتقلولو پرېکړه کړې څو په راویستلو کې یې اساني وي.

په عین حال کې په اوکراین کې د پاکستان سفارتخانې د فبرورۍ پر ۲۵مه، پر ټویټر پاڼه لیکلي چې په لوویف ریلوې سټیشن کې یې د زده کوونکو لپاره مرکزي ځای جوړ کړی دی او د تماس یوه ټیليفوني شمېره یې هم ورکړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:50 0:00

په بیان کې لیکل شوي چې زده کوونکي به پولینډ ته منتقلوي. د سفارتخانې په وینا، وار له مخه ۳۵ پاکستاني زده کوونکي پولینډ ته منتقل کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین باندې د روسي ځواکونو له یرغل وروسته د اوکراین په مختلفو ښارونو کې د طب پاکستاني زده کوونکو د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال رېډيو ته وویل چې هلته بې اسرې پاتې دي او له حکومته اپیل کوي چې په خوندي ډول د هغوی د راویستو بندوبست دې ورته وکړي.

XS
SM
MD
LG