مولانا فضل الرحمان د پاکستان مسلم لیګ ن له رهبر نواز شریف سره د ټیلیفوني خبرو له لارې پر دې سلا شوي چې د پيپلز ګوند نه بغیر به هم دوی د پي ډي اېم تحریک جاري ساتي.
نوموړي وویل چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشرانو دا خبره سمه نه ده چې ګنې استعفاګانې ورکول به د هغوی تر ټولو وروستۍ تګلاره وي.
د پاکستان کلنی دفاعي بجټ له لسو تر یوولسو اربو ډالرو پوری دی خو دا نه ده معلومه چې په دې کې څومره پیسې د وسلو په اخیستو لګوي.
حکومتي وزیرانو تور پورې کړ چې انتخاباتي کمیشن د سېنېټ د مارچ درېيمې نيټې ټاکنې په شفافه توګه کولو کې ناکامه شوی دی.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۵مه نېټه په بيان کې ویلي چې د رېنجرز ځواکونو پر موټر دغه بريد په کورنګۍ ټاون کې شوی دی.
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل، نهه ګوندونه له اسمبلیو د استعفاګانو په اړه سلا وو خو پيپلز ګوند تحفظات درلودل.
چارواکيو د وبا د دريمې څپې ويره په داسې حال کې ښوولې چې په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد وايي چې د پي اېس اېل پاتې سيالي به د ۲۶مې څخه تر ۱۶ جون په منځ کې پیل شي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکلو پر مهال ورسره درغلي شوې او پر ضد به یې هغوی د مارچ پر ۱۳مه عدالت ته ځي.
نور وښیئ