د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنجراني به تر لانجمنو ټاکنو وروسته د سېنېټ چارې سمې وچلولی شي؟


صادق سنجراني

د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان په سېنېټ کې د شوو ټاکنو په مهال د اکثریت غړو حکومتي کانديد صادق سنجراني د مشرانو جرګې يا اېوان بالا مشر ټاکلی وو.

د هغه مقابله د اپوزیشن اتحاد پاکستان جمهوري تحريږ امېدوار سيد يوسف رضا ګيلاني سره وه. په سېنېټ کې د پي ډي اېم د غړو شمېر زيات دی چې ۵۱ جوړېږي او حکومت او اتحاديان يې بیا ۴۸ غړي لري خو چې کله انتخابات وشول نو د اکثريت لرلو سربېره يوسف رضا ګېلاني وبایله او صادق سنجراني وګټله.

صادقسنجراني ۴۸ او یوسف رضا ګيلاني ۴۲ رايې اخیستې وي او رېټرننګ افسر د اپوزیشن کانديد ۷ رايې رد کړې وې.

پي ډي اېم دا نتیجې نه مني او وايي چې يوسف رضا ګېلاني ټاکنې ګټلې او اووه رد شوې رايې د ووټ اچولو له اصولو سره سمې دي خو د دوی په ادعا ريټرننګ افسر په درغلي کولو سره د صادق سنجراني بریا اعلان کړې ده. دوی د ټاکنو په عدالت کې د چېلنجولو اعلان کړی دی.

دا دويم ځل دی چې صادق سنجرانی د سېنېټ مشر ټاکل کېږي خو د تېر ځل برعکس دا وار درغلیو پر اساس د هغه ټاکنه لانجمن شوې ده. هغه په ۲۰۱۸م کال کې هم په داسې حال کې ټاکل شوی وو چې پېپلز پارټۍ يې هم حمايت کړی وو.

زياتره کارپوهان پر دې سلا ده چې د تېرې کاري مودې پر مهال صادق سنجراني تر ډېره حده سېنېټ په غېرجانبداره توګه چلولی وو. خو د دوی په فکر د تېر ځل په پرتله به ښايي د هغه دويېمه کاري موده له مشکلاتو سره مخامخ وي.

نوشين یوسف له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د جيو ټيليويژن لپاره پارلماني چاري رپورټوي. نوموړې د مارچ پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل، صادق سنجراني د سېنېټ د مشر په توګه خپل تېر درې کاله ډېر په ارام تېر کړی وو او د دې په وينا، هغه د اپوزیشن له هر يوه غړي سره جلا جلا شخصي تعلق جوړ کړی وو او ورسره به يې په شخصي ښېګړې هم کولې.

دا ځل ټاکنې لانجمنې شوې نو ځکه به د سېنېټ چيرمین لپاره اسانه نه وي چې د پخوا په څېر په ښه توګه د سېنېټ چارې پر مخ يوسي
نوشين یوسف

خو د دې په وينا، دا ځل صورتحال ځکه بدل دی چې ټاکنې لانجمنې شوې دي. ((دا ځل به د هغه مشکلات ځکه زیات وي چې ټاکنې متنازعه شوې دي او دی به له داسې اپوزیشن سره مخامخ وي چې ډېر به جارحانه او په غصه وي.))

په عمومي توګه دا فکر کېږي چې د پاکستان قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليانو په پرتله په سېنېټ کې د ګوندونو تکړه، سنجيده، تجربه کاره او مشران غړي ناست وي نو ځکه د دې اېوان ماحول تر اسمبليو ډېر ښه وي.

خو د اردو نيوز د پارلماني چارو خبريال بشير چوهدري وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې په سېنېټ کې هم سياسي ماحول لږ څه غېر سنجېده شوی دی. نوموړی د دې وجه د تحریک انصاف د ځينو غړیو برخورد يادوي.

بشير چوهدري چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د پارلماني چارو رپورټنګ کوي وايي چې صادق سنجراني د ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال په خپله درې کلنی موده کې په ډېر زغم سره د سېنېټ غونډې چلولې وې خو هغه زیاتوي چې د چېرمېن د اوسنيو ټاکنو د لانجمنو کېدو له کبله ښايي دا وار د هغه لپاره د اېوان په چلولو کې مشکلات رامخې ته شي.

چوهدري وويل: ((په عمومي توګه د سېنېټ لومړۍ غونډه د مينې په ماحول کې کېږي خو دا وار د سېنېټ د مشر د ټاکلو پر مهال د اپوزيشن له خوا پر حکومت د پټو کېمرو لګولو د تور له کبله اوله غونډه د رضا رباني او اعظم سواتي ترمنځ له شخړې پېل شوه. په ټاکنو کې د اپوزیشن د غړو شمېر زيات وو خو وګټله صادق سنجراني. نو په داسې حال کې به تاوتریخوالی دوام وکړي او د پخوا په پرتله به د سنجراني لپاره دا کاري موده له کړاوه ډکه وي.))

ځينې کارپوهان بیا دا خبره کوي چې د صادق سنجراني د ټاکنې پر سر د حکومت او اپوزیشن ترمنځ وار له مخه خراب تعلقات نور هم کړکېچن شوي دي او ښايي دا په راتلونکې کې پر قانون جوړونې هم اغېز وکړي.

د سېنېټ د مشر په توګه به د صادق سنجراني دا دوره له کړاوه ډکه وي
بشيرچوهدري

نوشين یوسف وايي چې پخوا په سېنېټ کې د حکومت او اپوزیشن د غړو شمېر کې لوی فرق وو خو د مارچ دریېمې په ټاکنو کې واکمن ګوند تحريک انصاف او اتحاديانو يې د پخوا په پرتله زیاتې چوکي ګټلې دي چې په دې سره په سېنټ کې د حکومت او اتحاديانو د غړو شمېر ۴۸ او د اپوزیشن هغه ۵۱ ته رسېدلی دی.

نوشين يوسف مشال راډيو په سېنېټ کې د تودو بحثونو وړاندوينه کوي: ((داسې ښکاري چې دا ځل به حکومت او اپوزیشن دواړه د يو بل خلاف سخته رویه وساتي. که حکومت قانون وړاندې کوي نو اپوزیشن به ښايي سخت مزاحمت وکړي او که يې اپوزيشن راوړي نو د حکومت والا به يې مخه نيسي. ))

خو نوشين يوسف وايي چې له دې کم فرق څخه دواړه غاړې ګټه پورته کولای شي. د دې په وينا که حکومت قانون وړاندي کړي او د اپوزیشن څو غړي په غونډه کې نه وي نو ښايي هغه منظور شي او که هم دغسې اپوزيشن بل وړاندې کوي او ځينې حکومتي غړي غير حاضر وي نو اپوزیشن کولای شي خپل قانون منظور کړي.

بشير چوهدري په سېنېټ کې د قانون سازۍ په اړه بیا وايي چې ښايي د پخوا په څېر د حکومت او اپوزیشن ترمنځ پر هغو قانونو اتفاق وشي چې له ملي ګټو سره تړاو لري. نوموړی د ملي ګټو د قانون سازۍ مثال په پخوا کې منظور شويو د پخوانی فاټا په خيبر پښتونخوا د ورګډولو قانون او د ناقانونه پېسو د څار نړيوالې ادارې انټرنېنشل فايننشل اېکشن ټاسک فورس (اېف اې ټي اېف) سره اړوند قانونو ورکوي.

XS
SM
MD
LG