د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سوپر ليګ سیالۍ بیا پیلېږي


د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد وايي چې د پي اېس اېل پاتې سيالي به د ۲۶مې څخه تر ۱۶ جون په منځ کې پیل شي.

د پاکستان کرکټ بورډ پرېکره کړې چې د پي اېس اېل کرکټ پاتې سيالۍ به په جون مياشت کې په کراچۍ لوبغالي کې بیا پيلېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ د مارچ پر څلورمه د سږ کال سیالۍ په کراچۍ کې ځنډېدلې وې. بورډ دا پريکړه د پي اېس اېل شپږم د کرکټ ټيمونو د فرنچایز او له مشرانو سره د مشورې وروسته کړې ده. د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد وايي چې د پي اېس اېل پاتې سيالۍ به د ۲۶م مې او د ۱۶م جون په منځ کې ترسره شي. نوموړي وايي:

" پاتې سيالۍ به په ۱۰ یا ۱۵ ورځو کې کېږي. پاکستان کرکټ بورډ دا پرېکړه د ټيمونو په مشوره کړې ده او د پاکستان کرکټ ټيم به له اپريل څخه تر مې او بيا په اګست او سپټمبر کې د کرکټ په نړیوالو لوبو کې مصروف وي. نو ځکه یې دا پرېکړه کړې ده چې د مې د ۲۶م او د جون ۱۶م په مينځ کې د پي اېس اېل پاتې لوبې وشي."

بلخوا د پاکستان ميډيکل ايسويس ايشن اتحادیې ډاکټر علي مرزا د بورډ دغه پریکړه غندلې ده.

نوموړي مشال راډیو ته په دې اړه وویل:"اوس چې د پي اېس اېل کومې سيالۍ شوې وې او بيا نندارچيانو ته هم اجازه ورکړې شوې وه، د هغې نتېجه موږ وليده چې لوبغاړي د کورونا په ناروغیو اخته شول او بيا سيالۍ وځنډول شوې. دا وخت په ملک کې د کورونا درېیمه څپه پیل شوې ده او داسې ښکاري چې پاکستان کرکټ بورډ به دا پریکړه هم بيرته اخلي."

د پاکستان سوپر ليګ د شپږم سيزن پرانېسته د فبرورۍ پر ۲۰مه په کراچۍ کې شوې وه چې تر اوسه پکې ۱۴ مېچونه شوي دي. تر دې وړاندې د پروسږ کال په مارچ مياشت کې هم د سوپر ليګ د پنځم سيزن ځينې اخرۍ لوبې د کورونا وبا له کبله ځنډول شوې وي.

د پاکستان منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د مارچ پر ۱۲مه له ډان ټيلېويژن سره په خبرو کې ويلي ول چې د ملک په ډېرو برخو کې د کورونا وایرس درېیمه څپه پېل شوې ده. نوموړي زیاته کړې وه چې د پنجاب، خيبر پښتونخوا او د سيند صوبي په ډېرو ښارونو او برخو کې د کورونا درېیمه څپه په تيزۍ سره خورېږي او په درېیمه څپه کې هغه وایرس مالوم شوی کوم چې په برتانیا کې دی. هغه خبرداری ورکړی و چې که خلکو د کورونا وایرس مخنيوي په هداياتو عمل ونه کړو نو هغه اندېښنه لري چې ډېر ی کسان به په کورونا وایرس اخته شي.

په پاکستان کې د کورونا پېښې یو وار بیا په زیاتېدو دي

د پاکستان کرکټ بورډ دا تازه پرېکړه په داسې مهال کړې چې د پاکستان د صحت وزارت وايي، په ملک کې د کورونا وایرس ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې ده.

پاکستان کې عامو خلکو ته هم د کورونا واکسين لګول پيل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

د پاکستان مرکزي حکومت چې د فبرورۍ پر ۲۴ مه د کومو بندیزونو نرمولو اعلان کړی وو هغه یې بیرته اخیستی دی. په پاکستان کې تر اوسه تر شپږ لکه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې ۱۳۴۷۶ ورڅخه مړه شوي دي. خو بل لوري ته تر ۵ لکه ۶۸ زره زیات ورڅخه بیرته جوړ شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG