د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیله من یم پیپلز ګوند به هم له اسمبلیانو پر استعفا قانع شي: مولانا فضل الرحمن


د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمن او د پاکستان مسلم لیګ ن مرستیاله مشره مریم نواز
د پاکستان ډموکراټیک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمن او د پاکستان مسلم لیګ ن مرستیاله مشره مریم نواز

پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان په پېښور کې د خپل ګوند جمعیت علمای اسلام ف د وکیلانو کنونشن ته په وینا کې وویل چې له اسمبلیانو د استعفاګانو په مسله د پاکستان پېپلز ګوند د تحفظاتو وروستو هم جمهوري تحریک په خپل ځای قایم دی.

نوموړي وویل چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشرانو دا خبره سمه نه ده چې ګنې استعفاګانې ورکول به د هغوی تر ټولو وروستۍ تګلاره وي.

مولانا فضل الرحمان په پاکستان پیپلز ګوند غږ وکړو چې د جمهوري اصولو مطابق دې د استعفاګانو ورکولو یا نه ورکولو په اړه زر ترزره خپله فیصله وکړي. ''پيپلز ګوند له د څو ورځو مهلت ورکړل شوی چې خپلې مرکزي مجلس عامله ته دي د نهه ګوندونو دریځ وړاندې کړي، پيپلز ګوند خو تر ټولو زیات د جمهوریت خبره کوي نو په پي ډي اېم کې خو نهه ګوندونه یو اړخ ته دي، خدای دې وکړي چې دوی په دې خبره پوهه شي چې د نهو ګوندونو د رایې احترام وکړي او د پي ډي اېم غړی پاتې شي.''

په پي ډي اېم کې د پیپلز پارټۍ راتلونکې به څه وي. د دې غورځنګ برخه به وي که به لاره جلا کړي؟ په دې اړه خبریال او څېړونکی محمود جان بابر وايي چې هغه فکر نه کوي چې پاکستان پيپلز ګوند به په ریښتیا له دې غورځنګه جلا شي.

د نوموړي په وینا: ''هر یو سیاسي ګوند چې څه کوي نو د هغوی د خپلې بقا مسلې دي، زه فکر نه کووم چې پيپلز ګوند به دومره زر ځان ګوښه کړي او د پي ډیم جماتونه به خفه کړي او دوی به پرېږدي، که چېرې حکومت یې خپله خوښه د هرڅه کولو ته پرېښودلو نو له دې سره به دوی ټولو ته مشکلات راولاړېږي او د دغه مشکلاتو لومړی ثبوت د نیب لخوا په هغه نېټه د مریم نواز رابلل دي په کومه ورځ چې وړاندي لانګ مارچ اعلان شوی وو او بله دا چې د پيپلز ګوند د نورو مشرانو لخوا نن نرم بیانونه ورکړل شوي دي او هغوي ویلي دي چې دوی به په حزب اختلاف کې خپل ملګري راضي کوي.''

ټاکل شوي وه چې د مارچ په شپږیشتمه نېټه پاکستان جمهوري تحریک د حکومت د حکومت رانسکورولو لپاره د اسلام اباد پر لور په شریکه یو فیصله کن لانګ مارچ وکړي خو د مارچ پر شپاړسمه د دغې لاریون لپاره د حتمي تګلارې جوړولو غونډه کې له اسمبلیان د استعفاګانو په ورکولو سلا و نه شوه.

له دې وروسته د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان بیا اعلان وکړو چې د استعفاګانو په اړه د پاکستان پیپلز ګوند تر حتمي فیصلې پورې به د اسلام پر لور د شپږویشتم مارچ لاریون ځنډېدلی ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG