د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: اپوزیشن ګوندونه د سېنېټ پایلو خلاف عدالت ته ځي


بلاول بوټو زرداري وايي، د هغوی د کاندید رایې په ناحقه ډول مسترد شوي دي.
بلاول بوټو زرداري وايي، د هغوی د کاندید رایې په ناحقه ډول مسترد شوي دي.

پاکستان کې د سېنېټ د مشر او مرستیال لپاره ټاکنې وشوې خو اپوزیشن ګوندونه یې پایلې نه مني او وايي، دا پروسه شفافه نه وه او پراخه درغلي شوې ده خو حکومت بیا دا تورونه ردوي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکلو پر مهال ورسره درغلي شوې او پر ضد به یې هغوی د مارچ پر ۱۳مه عدالت ته ځي.

د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان اېوان بالا یا مشرانو جرګې د خپل چېرمېن ټاکنو لپاره رایې واچولې چې پکې ۴۸ ووټونه صادق سنځراڼي واخېستل او یو وارې بیا د سېنېټ چېرمېن وټاکل شو.

د اېوان ۹۸ غړیو رایې واچولې. د پاکستان ډموکراټیک مومنټ کاندید سید یوسف رضا ګېلاني ۴۲ رایې یووړې او ده ته ورکړل شوې اووه نورې رایې په دې رد شوې چې د ده پر نامه یې مهر وهلی وو. یوه بله رایه بیا په دې رد شوه چې د دواړو کاندیدانو پر نومونو یې مهر وهلی وو.

اخوا د سېنېټ مرستيال مشر چوکۍ د واکمن ګوند مرزا محمد اپرېدي د ۵۴ رایو په وړلو سره وګټله او د اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم استازي مولانا عبدالغفور حیدري ۴۴ رایې واخیستلې.

خو د مارچ د ۱۲مې ټاکنې د اپوزیشن ګوندونو قناعت نه دی ترلاسه کړی. په همدې ورځ د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د هغوی د کاندید سید یوسف رضا ګیلاني اووه رایې د هغه په وینا په ناحقه ډول مسترد کړل شوې دي.

بلاول وايي، د مریم نواز، مولانا فضل رحمان او د اپوزیشن د نورو مشرانو سره یې هم خبرې شوې او پرېکړه یې کړې ده چې د سېنېټ د انتخاباتو نتایج به په عدالت کې چیلنجوي.

خو بل پلو د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو تورونه رد کړي دي. هغه وايي، د سنځراڼي بیا انتخابېدل ښايي چې سېنېټران پر وزیر اعظم عمران خان پوره باور لري. شبلي فراز وايي، د سېنېټ د مشر او د مرستیال لپاره د شوو انتخاباتو نتیجه ښايي چې دا د اپوزیشن ګوندونو د ایتلاف ماتې او د عمران خان بریا ده.

قانون پوه شهاب الدین خټک د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د سېنېټ انتخاباتو کې ووټونه مسترد کېږي. هغه وايي، اپوزیشن ګوندونو ته دا حق حاصل دی چې هغوي د نتایجو خلاف عدالت ته ورشي.

په اسلام اباد کې مېشت خبریال او د سیاسي چارو شنونکی افتخار مشواڼی بیا وايي، په پاکستان کې دا دود ګرځېدلی چې څوک انتخابات وګټي نو وايي، پروسه شفافه وه او چې څوک یې بایلي نو بیا وايي، درغلي شوې ده. د نوموړي په وینا دا غیر سنجیده رویه ده او له وجې یې پارلېمان کمزوری کېږي.

دا مهال د پاکستان سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري. سېنېټران د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او هر درې کاله وروسته د نيمايي غړو د کاري مودې سرته رسېدو وروسته پر خالي شويو نيمايي چوکيو بيا انتخابات کېږي خو د سېنېټ د مشر او مرستیال مشر د کار موده تر درېو کالو پورې وي او دوی د سېنېټ د غړيو لخوا انتخابېږي.

XS
SM
MD
LG