د لاسرسي ځای

تازه خبر

د درنو وسلو اخیستونکیو هېوادونو نوملړ کې پاکستان پر لسم نمبر


اېف ۱۶ جنګي الوتکه د پاکستان ورځې په مناسبت د اسلام اباد فضا کې الوت کوي: ۲۰۱۶، ۲۳ مارچ
اېف ۱۶ جنګي الوتکه د پاکستان ورځې په مناسبت د اسلام اباد فضا کې الوت کوي: ۲۰۱۶، ۲۳ مارچ

د وسلو په اړه د سویډن تحقيقاتي اداره اسټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټي ټيوټ د مارچ پر ۱۵مه په خپل یو تازه راپور کې وايي، دا مهال پاکستان د وسلو اخېستلو په حواله په نړۍ کې پر ۱۰م نمبر دی.

د راپور له مخې پاکستان تر ټولو زیاته یعني ۷۴ فيصده وسله له چين هېواده اخلي، دغه راز له روسه ۶.۶ فيصده او له اروپايي هېواد اټلي څخه ۵.۹ فیصده وسلې او الات پېري.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ادارې څېړنکار سيومن ويزيمان وويل پاکستان دا مهال جنګي او مال وړونکې الوتکې، اوبتلونه، ټينکونو او د توعنديو ترڅنګ هغه هر څه چې د جنګي وسلو او الاتو په مد کې راځي له بهرنيو هېوادونو اخلي.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان کلنی دفاعي بجټ له ۱۰ تر ۱۱ اربو ډالرو پوری دی خو دا نه ده معلومه چې په دې کې څومره پیسې د وسلو په اخیستو لګوي.

د راپور له مخې له ۲۰۱۶ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې پاکستان د وسلو او جنګي الاتو په پېرېدلو یا اخیستلو کې ۲۳ فيصده کمی کړی دی خو بلخوا راپور زیاتوي چې پاکستان د وسلو اخیستو لپاره له چين او ترکي سره پر لويه پیمانه تړونونه کړي دي چې په ۲۰۲۸ز کال کې به سر ته رسي.

په دغو کې له چين سره د ۵۰ جنګي الوتکو، اتو دانو اوبتلونو او څلورو سمندري بېړيو سودا شوې ده. له چين سره د پینځو اربو ډالرو د ماليت د اتو اوبتلونو (ابدوزونو) دا سودا په ۲۰۱۶ز کال کې شوې وه او له ترکي سره هم د څلورو جنګي بېړیو اخیستو سودا شوې ده.

د راپور له مخې دا مهال د دفاعي وسلو او پوځی الاتو د پېرلو په حواله پاکستان تر ټولو زیاته وسله او الات له چينه اخلي. تر دې وړاندې به یې له امریکا اخیستله.

دا چې پاکستان ولې د دفاعي ضرورتونو لپاره چين ته مخه کړې ، د دې پوښتنې په ځواب کې د دفاعي چارو پوهه عايشه صديقه وايي چې په ۹۰مه لسیزه کې د امریکا لخوا پاکستان ته د ايف ۱۶ جنګي الوتکو په سودا باندې له بنديزونو پس پاکستان د خپلو دفاعي ضرورتونو لپاره چين ته مخه وکړه:

"پاکستان له دفاعي حوالې سره چې له کومو ستونزو سره مخامخ دی، هغه دا دي چې د اېف ۱۶ جنګي الوتکو جديد معیاري غربي فورت جنريشن جنګي مشین کمی دی. امریکا پر پاکستان د جديدو وسلو خرڅولو بنديز لګولی دی. اېف ۱۶ الوتکې سويډن هم جوړوي خو د بنديزونو له امله نه پر پاکستان دا الوتکې او نه یې هم الې پلورلی شي، ځکه که په دغو الوتکو کې يوه پرزه هم امریکايي وي نو دا بنديزونو پرې عملي کېږي او نه پاکستان ته کوم درېيم هېواد د دغو الو د استعمال اجازه ورکولی شي نو ځکه د دفاعي ضرورتونو پوره کولو لپاره پاکستان چین ته مخه کړه."

پاکستان د دودیزه وسلو په مد کې د خپلو دفاعي ضرورتونو پوره کولو لپاره په ملک کې دننه هم يو شمیر دفاعي سامانونه جوړوي. د پاکستان د دفاع د وزارت د ويبپاڼې له مخې دا مهال په هېواد کې د دفاعي پیداوار ۲۰ کارخانې او تر ۱۰۰ زیاتې ادارې په دې مد کې کار کوي.

په لاهور کې د پاکستان وسلو کارخانې (ارډيننس فېکټري) پخوانی مشر جنرال ريټايرډ طلعت حسین وايي، په هېواد کې دننه د نړيوال معیار دفاعي الات جوړېږي، لکه الخالد ټينکونه، جې ۱۷ جنګي الوتکې، زغروال ګاړي (بکتر بند ګاډي) بارودي مواد او هر ډول مرمۍ او بارودي ګولې. نوموړی زياتوي پاکستان پر دې سربېره د رابطو او ترسیلاتو یو شمېر الات هم خپله تیاروي.

د پخواني جنرال په وینا پاکستان د سمندري جنګي بېړيو په جوړولو کې هم ډېر پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG