پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو رسنيوو ځينو خلکود کورونا واکسينو په اغېزمنتيا شکونه ښودلې خو د خېبر پښتونخوا د صحت د ادارې د عامې روغتيا د برخې مشر ډاکټر اکرام الله وايي دا شکونه بې بنياده دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې نور ۴۴ کسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو ټوله شمیره ۱۳ زره ۸۴۳ ته رسیدلې ده.
مولانا فضل الرحمان د پاکستان مسلم لیګ ن له رهبر نواز شریف سره د ټیلیفوني خبرو له لارې پر دې سلا شوي چې د پيپلز ګوند نه بغیر به هم دوی د پي ډي اېم تحریک جاري ساتي.
نوموړي وویل چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشرانو دا خبره سمه نه ده چې ګنې استعفاګانې ورکول به د هغوی تر ټولو وروستۍ تګلاره وي.
د پاکستان کلنی دفاعي بجټ له لسو تر یوولسو اربو ډالرو پوری دی خو دا نه ده معلومه چې په دې کې څومره پیسې د وسلو په اخیستو لګوي.
حکومتي وزیرانو تور پورې کړ چې انتخاباتي کمیشن د سېنېټ د مارچ درېيمې نيټې ټاکنې په شفافه توګه کولو کې ناکامه شوی دی.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۵مه نېټه په بيان کې ویلي چې د رېنجرز ځواکونو پر موټر دغه بريد په کورنګۍ ټاون کې شوی دی.
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل، نهه ګوندونه له اسمبلیو د استعفاګانو په اړه سلا وو خو پيپلز ګوند تحفظات درلودل.
چارواکيو د وبا د دريمې څپې ويره په داسې حال کې ښوولې چې په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
نور وښیئ