د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم یوموټي ساتلو هڅه کوو: مولانا فضل الرحمان


له ارشيف څخه
له ارشيف څخه

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه بيلا بيل منشورونه لري او هڅه کوي چې تحریک کي شامل ټول ګوندونه یو ځاي وساتي، خو که يو نيم ګوند له تحريکه وځي هم نو دوی به د حکومت پرضد خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

د مارچ پر ۱۸ مه(پرون) مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د خپل ګوند د کارکنانو کنونشن ته په وینا کې د پيپلز ګوند لخوا د اسمبلیانو نه د استعفاګانو په نکته راپورته شوي اختلافاتو ته په اشارې سره وويل، تحریکونو په چلولو کي دا قسمه اختلافات مخې ته راځي خو دوی هڅه کوي چې د حکومت پر ضد خپل تحریک له جاري ساتلو سره سره په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه هم متحد وساتي.

د نوموړي وينا وه "په یوه تحریک کې که زيات ګوندونه شامل وي نو د هر یوه خپل خپل فکر او خپل منشور وي نو د هغو ټولو یوځای چلول د سیاست تر ټولو مشکل کار دی، خو پاکستان جمهوري تحریک به مخ په وړاندې بیایو"

په عین حال کي د پاکستان ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې او ځینو نورو پاکستانيو رسنیو راپورونه ورکړي چې مولانا فضل الرحمان د پاکستان مسلم لیګ ن له رهبر نواز شریف سره د ټیلیفوني خبرو له لارې پر دې سلا شوي چې د پيپلز ګوند نه بغیر به هم دوی د پي ډي اېم تحریک جاري ساتي.

د ارشيف انځور: د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو غونډه
د ارشيف انځور: د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو غونډه

تر دې وړاندې د پاکستان جمهوري تحریک لخوا ویل شوي وو چې له اسمبلیانو نه د استعفاګانو ورکولو په اړه د پاکستان پيپلز ګوند لخوا د حتمې فیصلې لپاره دغه ګوند ته د څو ورځو مهلت ورکړل شوی او پيپلز ګوند په دغه اړه د خپلې مرکزي مجلس عاملې غونډه د اپرېل په څلورمه نېټه رابللې ده.

د اپوزيشن په ۱۰ ګوندونو مشتمل پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۱۸ز کال په ټولټاکنو کې د ټګۍ تورونه په پورې کولو سره په هېواد کې بیا له سره د انتخاباتو کولو غوښتنه کوي.

خو حکومت او د پاکستان د انتخاباتو کميشن د درغليو تورونه ردوي او وايي ټاکنې پاکې او رڼې شوې وې.

په پاکستان کې د رڼو ټاکنو او انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د مارچ پر ۱۸مه د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په حکومتي او اپوزیشن غړو مشتملې د یوې پارلیماني کمیټۍ د جوړولو اعلان کړی، خو تر دې دمه حزب اختلاف څه نه دي ويلي چې د دغه پارلیماني کمیټۍ رکنیت يې قبول کړی او که نه.

XS
SM
MD
LG