د مالي بدعنوانیو د مخنیوي نړیوالې ادارې (فاینانشل ایکشن ټاسک فورس) پاکستان ته د روان کال تر می میاشتې دې د ترهګرو د مالي مرستو مخه ونیسي.
د کراچۍ سرجاني ټاون پولیس وايي، له حب ډیم سره نږدې یې دوه جسدونه موندلي چې یو یې د یو ځوان نارینه او بل د یوې ځوانې جینۍ دی او دوی ګومان کوي چې دواړه به د غیرت په نوم وژل شوي وي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار ـمشر مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې پوځ د ای ایس ای پر پخواني مشرلیفټېننټ جنرل اسد دراني ټول مراعات بند کړي دي.
د پاکستان پنجاب صوبې په بهاولپور ضلع کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جيش محمد د مرکزي مدرسې انتظامي واک صوبايي حکومت په خپل لاس کې اخیستې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د فرورۍ پر ۲۱مه اعلان وکړ چې حکومت پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت نومي تنظیمونو بندیز لګولی دی.
د پاکستان پوځ وايي ، که هند پر پاکستان یرغل وکړ نو ورسره به په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې اغېزمنې شي.
د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې پر مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر ښارونو کې سیاسي او ادبي غونډې شوې دي.
په کراچۍ کې د بشري حقونو مبارزانو د پولیسو پخواني افسر راو انوار لخوا په کاروایانو کې په مبینه ډول د ۴۴۴ کسانو د وژنې پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمېشن جوړولو په موخه سپریم کورټ ته درخواست وړی دی.
د ژبو جهاني ورځې په تړاو په اسلام اباد کې پښتون کلچر ارګنايزېشن یوه ادبي او کلتوري ناسته رابللې وه چې پکې د پښتو ژبې ليکوالانو، سياسي مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو، زده کونکیو او هنرمندانو ګډون وکړ.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترین د فیبرورۍ په ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل د عالمزیب مسود په ګډون درې نور ملګري یې په زندان کې دي چې تر راخوشې کیدو به یې دوی احتجاجونو ته دوام ورکوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې له هند سره دې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي چې تر هندي ولکې لاندې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې لسګونه هندي سرتېري ووژل شول.
د بلوچستان چارواکي وايي د پوليسو په مبيينه تشدد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ايف، آی، ار يا د لومړۍ پلټنې راپور ځکه نه درج کوي چې په دې اړه د دوی تحقیقات پوره شوي نه دي.
نور وښیئ