د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عالمزیب مسود تر خوشې کېدو به احتجاج کوو: پي ټي ایم


د پي ټي ایم غړي د جنورۍ پر ۲۳مه په کراچۍ کې د عالمزیب مسود د نیولو ضد مظاهره کوي. عکس: اې ایف پي
د پي ټي ایم غړي د جنورۍ پر ۲۳مه په کراچۍ کې د عالمزیب مسود د نیولو ضد مظاهره کوي. عکس: اې ایف پي

پراګ ـ په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ وایي د ۱۹ ورځو تر احتجاج وروسته یې د سیند حکومت د چارواکو په خواست خپل پرلت پای ته ورساوه خو په اونۍ کې یو ځل سوله ایز احتجاج به جاري ساتي.

د غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترین د فېبرورۍ په ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل د عالمزیب مسود په ګډون درې نور ملګري یې په زندان کې دي چې تر راخوشېکېدو به یې احتجاجونه دوام ولري.

"د ۱۹ ورځو تر پرلت وروسته مو د احتجاج بڼه بدله کړه. اوس په اونۍ کې یو ځل لوی احتجاج کوو. زموږ ځینې غوښتنې چې د پولیسو اړوند وې هغه منل شوې خو عالمزیب مسود او نورو ملګري لا هم په زندان کې دي."

د بشري حقونو په برخه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسود
د بشري حقونو په برخه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسود

ترین وویل عالمزیب به د جمعې تر ورځې عدالت ته وړاندې شي او هیله ده چې ضمانت به یې هم وشي. هغه وایي د کراچۍ په پنځه تاڼو کې د پي ټي ایم پر ۳۳ مالومو او له ۲۰۰ زیاتو په نامالومه غړیو مقدمې جوړې شوي دي چې پکې د غورځنګ مشر منظور پښتین او علي وزیر هم شامل دي.

پښتون ژغورنۍ غورځنګ د جنورۍ پر ۲۰مه د نقیب الله مسود د لومړي تلین په مناسبت په کراچۍ کې جلسه کړې وه. له هغې وروسته د کراچۍ پولیسو د غورځنګ په ۱۶ کسانو مقدمه لیکلې چې پکې د بلوې،ترهګرۍ او د خلکو د راپارولو تورونه شامل دي. د جنورۍ په ۲۱مه د غورځنګ مخکښ عالمزیب مسود ونیول شو. پولیسو لومړی د عالمزیب له نیولو انکاري و خو د پي ټي ایم تر سخت احتجاج وروسته نوموړی عدالت ته وړاندې شو. هغه د جنورۍ له ۲۲ مې د کراچۍ په زندان کې دی.

غورځنګ د عالمزیب مسود ترڅنګ د نورو نیولو شویو غړیو د خوشېکولو او پر دوی د لیکل شویو مقدمو د ختمولو په موخه په سهراب ګوټ کې پرلت وهلی وو. پولیس او رینجرز ځواک سرتېرو د جنورۍ په ۲۸مه په پرلتوالو چاپه ووهله، دوه کسان یې ترې ونیول او لاوډ سپیکرونه او نور سامانونه یې ترې یووړل خو غورځنګ احتجاج ته دوام ورکړ. وروسته کسان خوشې او سامانونه یې بیرته د غورځنګ غړیو ته وسپارل شو.

پي ټي ایم د ۲۰۱۸ز په فېبرورۍ کې جوړ شو او تراوسه په پاکستان کې دننه او له پاکستانه بهر په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي دي

د سیند صوبې د کار او خدماتو وزیر ناصر حسین شاه وایي دوی د غورځنګ په ګډون هر چا ته د سوله ایز احتجاج حق ورکوي. نوموړي مشال ریډیو ته وویل د ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په حکم یې عالمزیب مسود ته وکیل ورکړی دی:

"زه هغه وخت هم ورغلی وم خو چونکې پر عالمزیب مسود پرچه کټ شوې وه نو ځکه هغه راخلاص نه شو. زمونږ وکیلان له هغه سره مرسته کوي. هغه په زندان کې دی او موږ د قانوني تقاضو په پوره کولو سره دا ستونزه زر حل کړو"

​پي ټي ایم د ۲۰۱۸ز په فرورۍ کې جوړ شو او تراوسه په پاکستان کې دننه او له پاکستان بهر په بیلا بیلو ښارونو کې احتجاجونه کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتې لري چې د پاکستان حکومت دې ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي، له عدالته لیرې وژنې دې ودروي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړي، په قبایلي سیمو کې دې پر امنیتي پوستو خلک نه ځوروي، له قبایلي سیمو څخه دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو مالومولو لپاره یو کمیشن جوړ کړل شي.

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د بېلا بېلو بیانونو او خبري غونډو پر مهال تکرار کړی دی چې د غورځنګ زیاتره غوښتنې یې منلې دي.

XS
SM
MD
LG