د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال اصف غفور: که هند پر موږ یرغل وکړ د افغانستان د سولې هڅې به اغېزمنې شي


مېجر جنرل اصف غفور
مېجر جنرل اصف غفور

د پاکستان پوځ وايي ، که هند پر پاکستان یرغل وکړ نو ورسره به په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې اغېزمنې شي.

دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې ویاند مېجر جنرل اصف غفور د فرورۍ پر ۲۲مه خبري غونډې ته په وینا کې وکړه.

ده وویل ، په داسې صورت کې به دوي لومړی د پاکستان دفاع کوي او نور کارونه به شاته پرېږدي.

مېجر جنرل اصف غفور وویل ، “که په سیمه کې ترهګري له منځه وړل وي نو د هغه لپاره دا ډېره ضروري ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې بریالۍ شي خو که د هند له خوا پر پاکستان یرغل وتپل شو نو بیا زموږ لومړیتوب د خپلې خاورې دفاع کول دي او نور څه بیا ورسته راځي”.

مېجر جنرل اصف غفور د هند دا تور رد کړ چې ګواکې د فرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې شوي هغه برید کې یې لاس درلود په کوم کې چې ۴۴ هندي عسکر وژل شوي وو.

خو د هغه برید زمه واري په پاکستان کې مېشتې وسله والې ډلې جېش محمد منلې وه.

د هند حکومت تر هغه برید وروسته ویلي وو چې دوي د غچ اخیستلو په اړه فکر کوي خو مېجر جنرل اصف غفور وویل ، دوي له هند سره جنګ نه غواړي بلکې د کشمیر پر مسله ورسره خبرو ته تیار دي.

نوموړي دا خبره هم رد کړه چې د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د جېش العدل وسله والې ډلې تر برید وروسته یې له ایران سره اړیکې خرابې شوې دي.

د فرورۍ پر ۱۳مه په شوي هغه برید کې د ایران د انقلابي ساتونکي ځواک ۲۷ غړي وژل شوي وو او د یاد ځواک برېګېډیر جنرال محمد پاکپور ویلي وو چې ځانمرګی حافط محمد علي او د هغه یو بل مرسته کوونکی دواړه پاکستانیان وو.

خو مېجر جنرل اصف غفور وویل ، دوي له ایران سره ډېره ښه همږغي لري او په دې اړه ورسره فکر او خبرې کوي چې د ترهګرو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله هم اغزن تار ولګوي. ایران او پاکستان ۹۰۹ کلومیټره اوږده پوله لري.

د سیاسي چارو پوهان وايي ، پاکستان ته د ورپېښو بهرنیو او کورنیو ستونزو لویه وجه د ریاست ناسمې تګلارې دي په کومو کې چې د دوي په وینا د بدلون ضرورت دی.

پخوانی سنېټر او د سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک وویل ، پاکستان که پرمختګ غواړي نو به له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې ښې کوي.

افراسیاب خټک وویل ، “پاکستان څلور ګاونډیان لري. له درو سره خو بیخې په مخاصمت کې ولاړ دی. افغانستان کې د روان جنګ ګوته پاکستان ته نیول کېږي او وايي چې د جنګ کوونکو پل د پاکستان خواته لیدل کېږي. ایران او هند هم دغه خبره کوي او چین هم دې حالت ته خوشاله نه دي.”

افراسیاب خټک وویل ، دی فکر کوي چې په پاکستان کې ډېری سیاسي ګوندونه په دې اړه په یوه خوله دي چې پاکستان باید خپل بهرني سیاست ته له سره کتنه وکړي.”

نوموړي وویل ، په پاکستان کې د اقتصادي پرمختګ لپاره امن مهم دی او د امن لپاره دا ضروري ده چې پاکستان له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړېکې ولري.

د سیاسي چارو شنونکي او لیکوال ضیاالدین مشال راډیو ته وویل ، دا خبره د خفګان وړ ده چې د پاکستان تقریبا ټول ګاوندیان ورڅخه خفه دي.

ده وویل ، “له موږ سره اوس بې له دې بله لاره نده پاتې شوې چې د خپلې سیمې له هیوادونو سره دوستانه او اقتصادي اړیکې جوړې کړو.”

د ضیاالدین په وینا ، پاکستان دا وخت له څلور اړخونو په ستونزو کې راګېر دی چې په هغه کې کورنۍ ستونزې هم شته او بهرني مشکلات هم شته.

پاکستان څلور ګاونډیان لري چې په هغوي کې افغانستان ، هند او ایران درې واړه تور پورې کوي چې په دې هیوادونو کې د کېدونکو ترهګرو بریدونو تر شا د پاکستان د جاسوسي ادارو لاس دی خو پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG