د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر راو انوار د ۴۴۴ کسانو د وژنو تور سپریم کورټ ته یوړل شو


د نقیب مسود د وژنې تور پر راو انوار لګېږي
د نقیب مسود د وژنې تور پر راو انوار لګېږي

په کراچۍ کې د بشري حقونو مبارزانو د پولیسو پخواني افسر راو انوار لخوا په کاروایانو کې په مبینه ډول د ۴۴۴ کسانو د وژنې پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمېشن جوړولو په موخه سپریم کورټ ته درخواست وړی دی.

جبران ناصر
جبران ناصر

د بشري حقونو مبارز جبران ناصر د فبرورۍ پر ۲۰مه د درخواست (پټیشن جمع کولو) وروسته مشال رېډيو ته وویل، دوی غوښتنه کړې چې له۲۰۱۱م کاله تر ۲۰۱۷ پورې د راو انوار په مشری د پولیسو لخوا د وژونو په اړه تفصیلات دې په ډاګه کړل شي.

(په سپریم کورټ کې ما، ناظم حاجي صیب ، د نقیب مسود پلار محمد خان او ځینو نورو ملګرو پټیشن جمع کړ او سپریم کورټ ته مو درخواست کړی چې یو عدالتي کمیشن دې جوړ کړل شي چې پکې د های کورټ یا سپریم کورټ ریټایرډ جج او د مدني ټولنو فعالان وي. موږ غواړو چې تر کمیشن لاندې د هغو ۴۴۴ کسانو د وژونو پلټنې وشي چې د راو انوار په مشری په مشکوکه پولیس نښتو کې وژل شوي دي. موږ دا غوښتنه هم کوو چې څومره غیر قانوني پولیس نښتې شوې دي نو د ملزمانو لپاره دې سزا مقرر کړل شي او هغه پولیس یا حکومتي افسران دې هم په ډاګه او سزا ورته ورکړل شي چې د هغوی په موجودګۍ کې د غیرقانوني پولیس مقابلو خلاف کارروایانې نه دي شوي.)

جبران ناصر زیاته کړه چې باید په پولیس مقابلو کې د وژل شویو بې ګنا کسانو له کورنیو سره د عدالتي کمیشن له لارې مالي مرسته وکړل شي.

د سهراب ګوټ د پولیسو مشر ډي پي او افتخار لودي د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال رېډيو ته وویل چې په کراچۍ کې د پولیسو، رینجرز او پوځ د کارروایانو په مرسته امنیت ټینګ شوی دی. نوموړي زیاته کړه، راو انوار یو زړه ور پولیس افسر وو خو پر هغه د لګېدولو تورونو په اړه پرېکړه به عدالت کوي.

((پولیسو، رینجرز او پوځ کارونه کړي دي نو ځکه امنیت ښه شوی دی.دا خبرې ناسمې دي چې امنیتي ځواکونه بېځایه کارروایاني کوي او خلک وژني، د هرې پولیس مقابلې څه نه څه وجوهات وي. تر اوسه پورې یوه مبینه مقابله نه ده شوې او نه یې موږ کوو. د پولیسو لوړ پوړي چارواکي د کارروایانو پلټنې کوي. د راو انور په څېر زړه ور پولیس افسر تاسو ته زموږ په کمانډ کې نه شي ملاویدلای. د راو انوار مقدمه په عدالت کې روانه ده نو عدالت به پوره خبره وکړي چې څه شوي وو او څه نه.))

وزیرستانۍ ځوان نقیب مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په ۱۳ مه د کراچۍ له سهراب ګوټ سره نېږدې ووژل شو. هغه مهال د پولیسو مشر راو انوار ویلي ول چې نقيب الله مسود د تحریک طالبان پاکستان غړی وو چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

خو په اپرېل میاشت کې د سپریم کورټ په امر جوړې ګډې پلټنیزې ډلې په خپل راپور کې پولیس مقابله جعلي وبلله او راو انوار یې د نقیب مسود د وژنې ذمه وار یاد کړ. د راو انوار پرضد مقدمه درج شوه چې وروسته هغه ځان پوليسو ته وسپاره او په کور کې نظر بنده کړل شو. خو وروسته د کراچۍ يوه عدالت راو انوار په ضمانت خوشې کړ. پخوانی پوليس افسر راو انوار د نقيب مسود په وژنه کې له لاس درلودلو انکار کوي.

شنونکي وايي چې د نقیب مسود وژنه د پښتنو په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه د غورځنګ رامنځ ته کېدو یوه پیلامه هم وګرځېده.

XS
SM
MD
LG