د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان به لا هم د مالي بدعنوانۍ په خړلېسټ کې وي"


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د مالي بدعنوانیو د مخنیوي نړیواله اداره (فاینانشل ایکشن ټاسک فورس) وايي، پاکستان ته د روان کال تر می میاشتې پورې وخت ورکوي چې د ترهګرو د مالي مرستو مخه دې ونیسي.

د فبرورۍ پر ۲۲مه، یادې ادارې په دې هکله جاري کړي یو بیان کې ویلي چې په دې لړ کې تر اوسه د پاکستان کړي اقدامات کافي نه دي نو ځکه به د یاد مهلت پورې په خړ لسټ کې وي.

فاینانشل ایکشن ټاسک فورس ادارې، پاکستان ته د خړ لسټ نه د وتلو لپاره د ۲۷ مادو یو لایحه ورکړې وه چې دوی پرې د تیر کال له جون راهیسې کار شروع کړی وو. دا چې اسلام اباد ولې په دې بریالي نه شو، د دفاعي چارو څیړونکی ریټایرډ لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود په دې اړه وايي:

"زما په خیال هغوی ګڼي چې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو لپاره داسې سرچینې اوس هم شته چې د بېنکونو او مالیاتي ادارو نه په پټه یې وسله وال پاکستان ته او یا له پاکستانه بهر د پېسو لیږلو رالیږلو لپاره کاروي. د پاکستان په څېر وروسته پاتو هېوادونو کې د دې ډول چارو مخه نیول ډیر ګران دي او دا کار به وخت اخلي. خو زما په فکر پاکستان تراوسه د خپله خاوره او یا وسایل د ترهګرۍ د ممکنه استعمال د مخنیوي لپاره ډېر اقدامات کړي دي ځکه چې دا پخپله هم د دې هېواد په ګټه دي."

که د ترهګرو ډلو او وسله والو پر ضد اقدامات پخپله هم د پاکستان لپاره ګټه ور دي نو ولې یې وار له مخې دا کار نه دی کړی؟ په دې پوښتنه ریټایرډ بریګیډیر سید نظیر وویل:

"دا خلک په سیاست کې هم ننوتي او سیاستوالان د ووټونو لپاره د دوی سره اتحادونه کوي چې له وجې یې بیا سیاسي حکومتونه د دوی خلاف موثره کاروايي نه کوي. د دې تر څنګ ځینو وسله والو ډلو د خیر ښیګړې ادارې هم شروع کړي چې په ترڅ کې یې د ولسي خلکو همدردي ترلاسه کوي او دا راز د ولسي خلکو د ممکنه خپګان له وجې حکومت د دوی په ضد کوټلي ګامونه نه شي پورته کولی. هم دا راز د هېواد عدالتي نظام هم ډیرې نیګړتیاوې لري. حکومت چې ورسره کله د وسله والو ډلو د مشرانو پر ضد مقدمې درج کړي نو په کلونو کلونو یې فېصلې نه کیږي او اکثر پکې بري کړل شي نو د حکومت لباره دا هم لویه ستونزه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د فبرورۍ په ۱۴مه د ځانمرګي برید ذمه واري پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد منلې وه او د هند په شمول د نړیوالو لخوا په پاکستان د ترهګرو ډلو پر ضد اقداماتو لپاره فشار زیات شوی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG