د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې پښتو د تعلیم او سرکار ژبه وګرځوي: افراسیاب خټک


اسلام اباد کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

اسلام اباد کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځل شو

د فبرورۍ یويشتمه نېټه هر کال په نړيواله کچه د مورنيو ژبو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. د دغه ورځې په تړاو په پنجشنبه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې کېږي چې پکې د ژبو د اهميت په باب بحثونه کېږي.

د یادې ورځې په تړاو په اسلام اباد کې پښتون کلچر ارګنايزېشن یوه ادبي او کلتوري ناسته رابللې وه چې پکې د پښتو ژبې ليکوالانو، سياسي مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو، زده کونکیو او هنرمندانو ګډون وکړ.

د غونډې ګډونوالو وينا وه چې یو قام هله پرمختګ کولی شي چې خپلو بچو ته يې تعليم په مورنۍ ژبه کې ورکړې شي، دوی وویل له حکومته خواست کوي چې په خیبر پښتونخوا کې دې لومړنۍ زده کړې په پښتو او نورو مورنیو ژبو کې شورو کړي.

د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان چې په دستوره کې موجود وو په خپله وينا کې وويل، د دې غونډې جوړوونکیو ورسره خپل وړاندیزونه ورکړي دي او کوښښ به کوي چې په حکومتي کچه پرې عملداري وکړي.

د یادې ټولنې مشر شعېب يوسفزي مشال راډيو ته وويل سوات د پاکستان برخې جوړيدو وړاندې نه صرف سرکاري ژبه يې پښتو وه بلکې تعليم به هم په پښتو ژبه کې وو نو چې هغه وخت په مورنۍ ژبه کې زده کړې او سرکاري کاروايي کېدلای شوی نو اوس ولې ن؟

د اسلام اباد غونډې ته پخواني سېنټر افراسياب خټک وويل حکومت له پکار ده چې د اردو ژبې پرته پښتو، پنجابي، سندي او بلوچي ژبې دې هم سرکاري ژبې وګرځوي او د هرې صوبې لپاره دې دا لازم کړي چې اوسېدونکې به يې په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم حاصلوي.

د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان چې په دستوره کې موجود وو په خپله وينا کې وويل، د دې غونډې جوړوونکیو ورسره خپل وړاندیزونه ورکړي دي او کوښښ به کوي چې په حکومتي کچه پرې عملداري وکړي.

په ۱۹۴۸ زيږديز کال کې د پاکستان ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازنۍ ملي ژبه اعلان کړه خو هغه وخت د بنګال صوبې (چې په ۱۹۷۱م کال یې د بنګله دېش په نامه له پاکستانه خپله ازادي اعلان کړه او اوس یو خپلواک هېواد دی) اوسيدونکيو یې د جناح پرېکړې پرضد لاريونونه شورو کړل ځکه چې هغوی هم خپله بنګالۍژبه په رسمياتو، نصاب او زدکړو کې د شامله ولو غوښتنه کوله خو پاکستانيو پوليسو د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ پر یويشتمه (۲۱) په هر هغه سوله ييز لاريون ډزې وکړې او د ډاکې پوهنتون ځینې شاګردان يې ووژل.

له هغه پېښې ورستو بنګاليانو دغه ورځ هر کال لمانځله او ملګرو ملتونو ته يې وړانديز وکړو چې دا ورځ دې د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه یاده شي.

د ۱۹۹۹کال په نومبر میاشت کې يونيسکو په خپله یوه غونډه کې دا ورځ د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونوموله او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG