د خبريالانو د خونديتوب ادارې پر پاکستان غږ کړی چې د رضوان راضي په نوم نیول شوی خبریال دې خوشې او د هغه پر ضد جوړه شوې دوسیه دې ختمه کړي. پر نوموړي تور دی چې په خپلو تبصرو کې يې د پاکستان په حکومتي ادارو پسې بدرد ويلي او د هغوی د بدنامولو هڅې يې کړې دي.