روسیه وايي، له ترهګرۍ سره د جګړې او د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره له اسلام اباد سره نېزدې همکاري کوي.
نعمت خان وايي، مخکې به تور سکڼ پوستکي والا انسان د مهاجر په نوم وژل کېده او سور سپین به د پښتون او افغان په نوم، خو تر اپریشن وروسته حالات بدل شوی دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې حکومت به د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ فیصله عملي کوي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف اسلام اباد ته سفر ګټور وباله او وايي چې له هغه سره یې د سيمې او افغانستان پر حالاتو هراړخیزه خبرې وکړې.
دا چې اسيه بي بي اته کاله قېد د درواغو تورونو له وجې تېر کړ نو د پاکستان ځينې سياسي ګوندونه او اسلامي نظرياتي کونسل وايي بايد چې د مذهب د سپکاوي ضد قانون ناسم استعمال ودرول شي او په دې لړ کې قانون سازۍ ته اړتيا ده.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان اړوندو ادارو ته امر کړی چې د پاکستان او افغانستان پر سرحدي کرښه د تورخم دروازه دې کرۍ شپه ورځ وازه وساتي
پاکستان مسلم لیګ ن په پنجاب کې د دوو نورو بهالپور او جنوبي پنجاب صوبو جوړولو لپاره آئیني ترمیمې بل په قامي اسمبلۍ کې جمع کړې دی او وايي باید چې د قامې اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې دا بل په متفقه توګه منظور کړل شي.
پښتون ژغورنی غورځنګ تور لګوي چې د کراچۍ پولیسو او رینجرز ځواکونو د جنورۍ په ۲۸ مه د بانګ یا سپېدو مهال په سهراب ګوټ کې د دوی د پرلت پر ځای چاپه وهلې ده.
د پاکستان پوځ وباند وايي، په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره به افغان حکومت خپل پام "غیر افغان طالب ډلو" ته واړوي
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر ۲۷مه په ډېره اسماعیل خان کې د ملین مارچ په نوم جلسې ته په وینا کې دواړه پېښې "د انصاف او انساني ناموس پر مخ د څپېړې" په معنا دي.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چارواکي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف د صحي وضعې په اړه اندېښنې ښيي خو حکومتي چارواکي بیا وايي، د نوموړي صحي وضع ښه ده.
انټرنیشنل کرکټ کونسل د جنورۍ پر ۲۷مه، پر سرفراز احمد تر هغې وروسته د څلورو لوبو بندیز ولګاوه چې هغه د جنورۍ پر ۲۲مه، د جنوبي افریقا د یوه تور پوستي لوبغاړي په اړه پر نسلي تعصب ولاړې څرګندونې کړې وې.
نور وښیئ