د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب حکومت د جيش محمد مرکزي مدرسه په خپل واک کې اخیستې ده


د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر
د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر

د پاکستان پنجاب صوبې په بهاولپور ضلع کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جيش محمد د مرکزي مدرسې انتظامي واک صوبايي حکومت په خپل لاس کې اخیستې ده.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې صوبايي حکومت د جيش محمد هيډ کوارټر ګڼل کيدونکې مدرسې او جومات انتظام په خپل واک کې اخستی دی او حکومتي منتظم یې ورته ټاکلی دی.

د پنجاب د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې په دې مدرسه کې اويا ۷۰ استازانو دي او تر ۶۰۰ زیات زده کوونکي لري.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چودري ویلي چې دا کارروايي يې د پلوامهتر پيښې وروسته پر دوي د لګيدلو تورونو له کبله نه بلکه د قومي ايکشن پلان له مخې اخیستې ده.

فواد چوهدري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د قامي سلامتيا کمېټۍ په غونډه کې دا پرېکړه شوې چې پر قامي اېکشن پلان به په مکمله توګه عمل کېږي.

د ده په وینا هم دا وجه ده چې د پنجاب په بهاولپور کې د ېوې مدرسې انتظامي قبضه په خپل واک کې اخیستې او د دې په پلوامه کې له شوي برید سره هیڅ تړاو نشته.

د پاکستان د قومي سلامتیا د کمېټۍ غونډه د فرورۍ پر ۲۱مه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې وه. په هغه غونډه کې د پاکستان د امنیتي حالت جاج اخیستل شوی وو.

د دفاعي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري وايي حکومت د نړيوال فشار او د ناقانونه پېسو د کنټرول او څار ادارې - فاینانشل ایکشن ټاسک فورس - له خړ لسټ څخه د ځان ایستلو لپاره دا ګامونه پورته کړي دي.

دې ادارې په خپله تېره غونډه کې له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو رسېدو د مخنیوي په لړ کې نور ګامونه پورته کړي.

هند دریځ لري چې د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر په هند کې د ترهګرۍ په یو شمېر پيښو کې ککړ دی.

هند څو ځلهملګرو ملتونو ته خواست کړی چې د نوموړي نوم دې د نړيوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړي خو د پاکستان او چین د مخالفت له کبله تر اوسه داسې نه دي شوي.

جيش محمد ډلې د فبرورۍ پر څوارلسمه د هند تر انتظام لاندې کشمير کې د هغه ځانمرګي برید زمه واري منلې وه په کوم کې چې ۴۴ هندي عسکر وژل شوي وو.

تر هغه برید وروسته هند او امریکا پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او خپله خاوره دې د نورو هیوادونو پرضد استعمال ته نه پرېږدي.

پاکستان که څه هم پر هغه برید د خفګان څرګندونه وکړه خو د هند دا تور یې رد کړ چې کواګې پاکستانۍ ادارې په هغه برید کې ښکېلې وې.

XS
SM
MD
LG