د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژنې ايف، ای، ار ولې نه درج کېږي؟


ارمان لوڼی د منظور پښتين سره

د بلوچستان چارواکي وايي د پوليسو په مبيينه تشدد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ايف، آی، ار يا د لومړۍ پلټنې راپور ځکه نه درج کوي چې په دې اړه د دوی تحقیقات پوره شوي نه دي.

د صوبې کورنيوو چارو وزير ضیاالله لانګو د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د بلوچانو په شان پښتانه هم هڅول کېږي چې د پاکستان خلاف راپورته شي.

نوموړي ونه ويل چې دا هڅونه څوک کوي خو زياته یې کړه چې دوی یې د مخنيوي حق لري: ((که دوی د ریاست خلاف هڅول کېږي، دوی به غرونه ته ځي. پاکستان ته به د نقصان رسولو هڅه کېږي. نو زما ورورره، چې دا حال وي، رياست خو غلی نه شي کښېناستلی. رياست هم د ملک د خوندي ساتلو سوګند پورته کړی دی. د ارمان لوڼي تر پوسټ مارټم وروسته اوس مواد د نور تحقيق او فورينزيک څېړنو لپاره لېږل شوي دي چې راشي بيا به د ايف، آی، آر سره ګورو.))

وړانګه لوڼۍ د خپل ورور ارمان لوڼي سره
وړانګه لوڼۍ د خپل ورور ارمان لوڼي سره

د ارمان لوڼي کورنۍ وايي هغه د فرورۍ په دوهمه په لورالای کې د پښتنو د حقونو لپاره د احتجاج پر مهال پوليسو په تشدد وژلی دی. د فرورۍ پر اوومه، په بلوچستان کې د کوټې د سېول روغتون مشر ډاکتر محمد سلیم ابړو د لوڼي د مړینې په اړه خبري غونډې ته وويل چې لومړنی پوسټ مارټم رپورټ ښيي چې پر لوڼي تشدد نه وو شوی.

خو د همدې غونډې پر مهال، د پولیسو جراحې ډاکټرې عایشې فېض وویل، د لوڼي په مغزو کې وینه تم شوې یا چکېدلې وه. د نورو تحقیقاتو لپاره ځيني مواد لاهور ته لېږل شوي دي.

د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشره، وړانګه لوڼۍ وايي د مسلکې ډاکټرې عایشې فېض دا خبرې ثبوت دی چې ارمان د پوليسو په تشدد کې وژل شوي دی. هغې د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو ته وويل چې که پوليس دغه ادعا نه هم مني، ايف، آی، آر بايد درج کړي ځکه چې دا د دوی قانوني حق دی.

هر چا چې ظلم کړی وي، هغه ته به سزا ورکول کېږي خو که موږ اوس د دې سياسي نعرو وروسته ايف، آي، آر وکړو نو دا به په جذباتو ولاړ وي او مخه يې هرې خواته تاوېدلی شي.
ضيا الله لانګو

هغې زياته کړه: ((د پوسټ مارټم د راپور وروستئ نتيجې ځنډول په دې مانا ده چې د پوليسو څنګه خوښه وي، همغې راپور به جوړ کړي. ارمان لوڼی پوليسو د ټوپکو په کونداغونو وهلی او شهيد کړی دی. په سپينه ورځ. خلکو ليدلی دی. په اوله ورځ هم د هغه مړی د تاڼې مخې ته پروت وو او پوليسو يې ايف، آي، آر نه درج کاوه. بيا وروسته هم موږ څو ځل تاڼو ته لاړ خو زموږ غږ وانه ورېدل شو.))

پښتون ژغورنې غورځنګ د فرورۍ په پنځلسمه په لورالای کې عدالت ته خواست کړی دی چې پوليسو ته حکم وکړي چې د ارمان لوڼي د وژنې ايف، آی، آر دې درج کړي. وړانګه لوڼۍ وايي دوی ته معلومه ده چې ايف، آی، آر به ډېره فايده ونه لري ځکه چې په تشدد کې ککړو کسانو ته به سزا ورنه کړل شي خو بيا هم دوی د عدم تشدد د لارې پلويان دي او پر قانون باور لري.

ابراهيم ارمان لوڼی ۳۶ کلن وو او د شپږو خوېندو او دريوو وروڼو ورور وو. هغه په يو ځايي کالج کې د ادبياتو درس ورکاوي او شاعري يې هم کوله. د پښتون ژغورنې غورځنګ له دغه وژل شوي مشره، درې لوڼې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG