د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پلوامې پېښې پلټنو کې همکارۍ ته تیار یو: عمران خان


عمران خان، پاکستانی وزیر اعظم

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فېبرورۍ پر ۱۹مه نېټه د دغه ملک خلکو ته په خپله وینا کې وويل، چې په هند کې د وروستيو بريدونو په اړه په پلټنو کې همکاري کوي خو د کاروايي-وړ استخباراتي معلومات دې ورته وسپاري.

نوموړي وویل چې هېواد یې تر هندي ولکې لاندې کشمیر په پلوامه کې له ځانمرګي بم برید سره هېڅ سروکار نه شته چې پکې ګڼ هندي سرتېري وژل شوي ول. هغه پر هند غږ وکړ چې د ترینګلتیا کمولو یوازنۍ لار خبرې اترې دي.

د عمران خان وینا وه چې هند "بې له څرګندو ثبوتونو پر پاکستان تورونه لګوي" او زیاته یې کړه چې تیار دی تر هندۍ ولکې لاندې کشمیر کې د بریدونو په اړه له ډیلي سره په هر ډول پلټنو کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، له هندي لوري داسې غږونه راپورته کېږي چې پاکستان ته دې سبق وښوول شي. د وویل پاکستان د یرغل سوچ نه کوي خو که یرغل پرې وشو نو ځواب به ووایو، ځکه چې تاسو مو بلې خوښې ته نه پرېږدئ.

د پاکستاني وزیر اعظم وینا تر هغه وروسته راغلې چې تر ده وړاندې یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي هم له ملګرو ملتونو د روانې ترینګلتیا کمولو کې مرسته وکړي.

شاه محمود قرېشی، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
شاه محمود قرېشی، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر

د دواړو پاکستانیو مهمو مشرانو اوسنۍ څرګندونې په هغه پسې راغلي چې د فبېرورۍ پر ۱۴مه په کشمير کې په يوه ځانمرګي بريد کې ۴۴ او د فېبرورۍ پر ۱۸مه بیا په يوه بله نښته کې څلور هندي پوليس ووژل شول. د دې بريدونو ذمه واري جېش محمد وسله والې ډلې منلې چې د هند په وینا پاکستان يې په خپله خاوره ساتي او ملاتړ يې کوي. خو اسلام اباد دا تورونه ردوي او دغه حملې يې غندلې وې. هند پاکستان ته د غاښ ماتونکي خواب ورکولو خبرداری ورکړی دی.

په اټومي وسلو سمبال ګاونډیان هند او پاکستان دواړه د کشمیر یوه یوه برخه تر خپلې ولکې لاندې لري، له بریتانوي ښېکلاکه د خپلواکۍ اخیستو پس دواړو په تر خپلمنځ په درو جنګونه کې دوه هغه د کشمیر پر سر کړي دي.

پاکستان وايي، هند دې په دې پېښو کې د پلټنو پرته پاکستان نه ښکېلوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په سېشنبه ویلي، د هېواد بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګویتېرس ته په خپل لېږلي لیک کې کښلي چې هند د خپلو کورنیو سیاسي وجوهاتو له کبله په لوی لاس پر دښمنۍ ولاړې څرګندونې د پاکستان پروړاندې پاروي او ترینګلی چاپېریال جوړوي.

بلخوا تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ لوی قوماندان لیفټیننټ جنرال کنول جیت ینګ ډېلون د فېبرورۍ پر ۱۹مه نېټه (سېشنبه) خبریالانو ته وویل که په پلوامه کې د بریدونو په سرغنه پسې پل واخیستل شي نو د پولې بلې غاړې پاکستان کې به یې نښې وموندل شي.

د هغه برید چارې د پاکستان ای اېس ای او جیش محمد ډلې قوماندانانو ساز کړې دي خو نوموړي د خپلې دې ادعا د ثابتولو لپاره اسناد او شواهد وړاندې نه ‌کړل.

ډېلون وویل، د دغه برید او په هغه کې د پاکستان د مشکوک رول لرلو په اړه د روانې څېړنې په اړه نه‌غواړې په جزئیاتو وغږېږي، خو دا څرګنده ده چې «ISI» له جیش محمد ډلې سره نږدې اړیکې لري.

پاکستان بیا له هنده غوښتنه کړې چې د دې لپاره چې خپله دغه ادعا ثابته کړي، د دغې حملې په اړه یوه خلاصه او باوري څېړنه ترسره کړې.

جنرال ډېلون په کشمیر کې خاصکار پر میندو غږ وکړ چې په خپلو زامنو ټوپک وغورځوي ګنې پای به یې مرګ وي.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي هم هوډ کړې چې د پلوامې بریدونو ځواب په پوره ځواک سره ووايي.

چارواکو وویل چې د دوشنبې په ورځ هندي ځواکونو په کشمیر کې د هغه ځانوژونکې حملې د یوه مشکوک سرغنه په ګډون درې سختدریځي ووژل.

د فبرورۍ پر ۱۴مه په پلوامه کې په برید کې لږ تر لږه ۴۴ هندي سرتیري وژل شوې وو او بیا په دوشنبه هم تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې په یوه نښته کې لږ تر لږه څلور هندي سرتېري او یو ولسي کس ووژل شول.

د نړیوالو اړیکو پوه ډاکټر سرفراز خان مشال راډیو ته وویل په دې کې شک نه شته چې په پلوامه کې تر بریدونو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده خو د ده په وینا باید چې دواړه غاړې له زغمه کار واخلي.

ډاکټر سرفراز خان وویل: ''دواړو خواوو ته د جزباتو سړولو ضرورت دی د توندولو ضرورت نه شته ، دا دواړه اټومي هېوادونه دي او یو بل ته دومره نژدې دي، که پر لاهور څوک بم غورځوي نو ډیلی نه شي ترې خوندي پاته کېدلای او که یې پې ډیلي غورځوي نو لاهور نه شي بچ پاته کېدلای.''

نوموړي وویل چې جنګ به یو خودکشي وي او د جنګ خبرې که له هرې خوا کېږي دا یو لېونتوب دی.

د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وايي، پاکستان باید پر دې خبره فکر وکړي چې دا جنګ خوښوونکې ډلې په خپله د دې ملک په تاوان دي او پرضد یې باید اقدام وکړي.

ده وویل، ''پاکستان ته دا فکر په کار دی چې د دې جهادي تنظیمونو پرضد د هند، امریکا او یا افغانستان په وینا نه بلکې د خپلې ګټې په خاطر ګامونه پورته کړي ځکه چې دا په خپله د پاکستان په تاوان دي.''

ډاکټر اعجاز خټګ زیاته کړه چې حافظ سعید او داسې نور خو په پاکستان کې په ازاداه توګه د جهادونو او تشدد خبرې کوي.

د ده په وینا تر څو چې پاکستان دې ته پام نه وي کړئ تر هغه وخته به داسې تورونه پرې لګېږي.

د هند پر ځواکونو یا خاوره دا لومړی برید نه دی بلکې تر دې وړاندې هم داسې بریدونه شوي دي چې یا یې زمه واري پاکستان مېشتو ګڼل کېدونکو ډلو منلې او یا یې هم هند پړه پر دوی اچولې ده.

خو پاکستان تل دا خبره رد کړې ده چې ګواکې دوي د دې اجازه ورکړې چې خاوره یې د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.

په اټومي وسلو سمبال ګاونډیان هند او پاکستان دواړه د کشمیر یوه یوه برخه تر خپلې ولکې لاندې لري، له بریتانوي ښېکلاکه د خپلواکۍ اخیستو پس دواړو په تر خپلمنځ په درو جنګونه کې دوه هغه د کشمیر پر سر کړي دي.

XS
SM
MD
LG