د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت فاوندېشن بندیز به څه اغېز ولري؟


د جماعت الدعوه غړي د هند او امریکا ضد احتجاج پر وخت (پخوانی عکس)
د جماعت الدعوه غړي د هند او امریکا ضد احتجاج پر وخت (پخوانی عکس)

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د فرورۍ پر ۲۱مه اعلان وکړ چې حکومت پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت نومي تنظیمونو بندیز لګولی دی.

د یاد وزارت له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دا پرېکړه د قومي سلامتیا کمېټۍ په هغه غونډه کې شوې چې مشري یې وزیراعظم عمران خان کوله.

په دې غونډه کې له هند سره تر زیات شوي تاوتریخوالي وروسته د ملک پر امنیتي حالت بحث شوی او دا دوې ډلې کالعدم ګرځول شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر داسې ډلو بندیز لګوي بلکه تر دې وړاندې یې هم ۶۷ ډلې تر بندیز لاندې راوستې وې.

خو د پاکستان پر امنیتي حالت نظر لرونکي وايي داسې بندیزونه پخوا هم لګول شوي خو تر هغه وخته به ګټه ونه کړي چې د داسې ډلو پرضد عملي ګامونه وانه خیستل شي.

په پاکستان کې پر فرقه واریت نظر لرونکی لیکوال او څېړونکی عامر رانا په دې اړه مشال راډیو ته وویل “یو څه اثر خو به یې خامخا وي ځکه چې دوي به اوس د پخوا غوندې په ډاګه فعالیتونه نشي کولای.”

د ده په وینا ، “ پر جماعت الدعوةتر دې وړاندېد پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوابندیز نه وو خو د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د قرارداد په رڼا کې دا تر بندیز لاندې ډله ګڼل کېده. پاکستانیو عدالتونو هم څه نه ورته ویل خو اوس چې پاکستان په خپله بندیز پرې ولګاوی نو اوس به یې عدالتونه هم هغسې په خلاص مټ نه پرېږدي”.

عامر رانا وویل د ده په فکر دا ګام په دې هم مهم دی چې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی او د هغه په ارامولو کې به ښايي یو مثبت ګام وبلل شي.

د دفاعي چارو پوه او لیکواله ډاکټر عایشه صدیقه وايي ، که حکومت رښتیا په ملک کې د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره کار کوي نو دې د داسې ډلو پرضد عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړې وویل ، “ داسې بندیزونه پخوا هم لګېدلي دي خو د دې ډلې پر فعالیتونو یې څه اغېز نه دی کړی. بلکې موږ داسې هم لیدلي دي چې فلاح انسانیت فاونډېشن د قدرتي افتونو پر وخت له ریاستي ادارو سره څنګ پر څنګ کار کوي.”

ډاکټر عایشه صدیقه وویل ، دا په دې نه پوهېږي د پاکستاني حکومت له اړخه پر دې ډلو د لګول شوي بندیز هدف څه دي.

که یو پلو له ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان په اړیکو کې د کړکېچ لوی لامل دا ډلې بلل کېږي نو بل پلو په پاکستان کې دننه هم دې ډلو ته په داسې سترګه کتل کېږي چې ګواکې په ټولنه کې سخت دریځۍ ته لمن وهي.

څېړونکې عامر رانا وویل ، “ د دې ډلو په ملک کې د سخت دریځۍ فکر خپرولو کې کردار پاته شوی دی. پر دې خبره زموږ ریاستي ادارې او پوهان ټول په یوه خوله دي.”

خو د ده په وینا ، مسله دا ده چې له تېرو څو کالو پر دې بحث روان دی چې له دې ډلو سره څه وکړي او څنګه یې قابو کړي.

ډاکټر عایشه صدیقه وايي ، د هند یا کوم بل هیواد د فشار له کبله نه بلکې پاکستان باید د خپلې ګټې په خاطر د دې ډلو پرضد ګامونه واخلي.

دې زیاته کړه چې “که د جماعت الدعوة او جېش محمد او داسې نورو ډلو ته د فعالت اجازه وي نو هغوي خامخا پر ټولنه اغېز کوي.”

د دې په وینا ، “داسې ډلې او په خاصه توګه جېش محمد خلک جهاد ته هڅوي او روزنې ورکوي نو څرګنده خبره ده چې دا به دوي یو نه یو ځای استعمالوي.که یې بهر نه وکړي خو په ملک دننه یې کوي”.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې – نېکټا – پر پاڼه په ورکړل شوي لسټ کې راغلي چې جماعت الدعوة او فلاح انسانیت د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ له ۲۷مې نېټې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت تر څار لاندې وې.

د حافظ سعید په مشرۍ پر جماعت الدعوه له دې وړاندې د ۲۰۱۸م کال د فرورۍ په میاشت کې د مسلم لیګ نواز ډلې وفاقي حکومت هم بندیزونه عملي کړي وو خو د پاکستان سپریم کورټ ورته د د هم هغه کال د سپتمبر په میاشت کې بیا د خپلو هلو ځلو پر مخ وړلو اجازه ورکړې وه.

د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه فهرست کې هم موجود دي چې بندیزونه پرې لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG